هغه هندی پولیس افسر راڅرګند شو چې له میاشتو راهیسې بې درکه و

پرمبر سینګ د ممبۍ پولیسو پخوانی مشر و.

د عکس سرچینه، Ashish Raje

د عکس تشریح، پرمبر سینګ د ممبۍ پولیسو پخوانی مشر و.

په هند کې د پولیسو یو افسر چې سخت تورونه پرې لګېدلي، له څو میاشتې تري تم کېدو وروسته لومړی ځل عام محضر کې لیدل شوی دی.

د ممبۍ ښار پولیسو پخوانی مشر پرمبير سینګ د پنجشنې پر ورځ د پولیسو یوه ځای مرکز ته ورغی.

نوموړي ته دوې ورځې مخکې د هند سترې محکمې له نیول کېدو مخکې ضمانت ورکړ او په څېړنو کې یې د همکارۍ غوښتنه ترې وکړه.

نوموړی وروستی ځل د روان کال مې میاشت کې ممبۍ کې لیدل شوی و او له هغه وروسته تري تم و.

تېره شنبه د نوموړي مدافع وکیل ځايي محکمې ته وویل، پرمبير سینګ په هند کې دی او د مهاراشټر ایالتي چارواکو له ډاره پټ ژوند کوي.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې د چهارشنبې پر ورځ وویل شول، چې نوموړی په چندي ګړ ښار کې دی او ژر به ممبۍ ته ستون شي.

د یادونې ده، چې د ښاغلي سینګ پر ضد د باج اخیستنې پنځه قضیې ثبت شوې دي.

نوموړي د مهاراشټر حکومت له لوري د قضیې څېړنې په تړاو د چمتو شوي پلاوي مخکې له وړاندې کېدو ډډه کړې او مدافع وکیلانو یې په ستره محکمه کې د ځايي حکومت دا چاره ننګولې ده.

په دې عریضه کې له محکمې غوښتل شوي چې د ښاغلي سینګ په هکله پلټنه باید د ممبۍ پولیسو پر ځای د هند فدرالي پلټنو اداره (سي بي ای) ته ولېږدول شي.

ښاغلی سینګ نژدې دوه کاله مخکې د ممبۍ ۴۵ زره کسیز پولیس ځواک مشر ټاکل شوی و.

د روان کال فبرورۍ کې د اسیا د تر ټولو شتمن کس مکېش امباني د کور مخکې له چاودیدونکو توکو ډک ګاډی وموندل شو او له هغه څو ورځو وروسته د هغه سړي مړی د ممبۍ پر ساحل وموندل شو، چې د دغه ګاډي اسناد یې په نامه راجستر شوي وو.

له هغې پېښې یوه میاشت وروسته ښاغلی سینګ د پولیسو مشرۍ له دندې ګوښه او د مهاراشټر ایالت هوم ګارد په دنده وګومارل شو.

د مهاراشټر ایالت کورنیو چارو وزیر انیل دېش موک د ښاغلي سینګ تبادلې ته په اشارې سره هغه مهال ویلي و، ''دا عادي تبادله نه ده، بلکې د پولیسو مشرتابه دفتر کې ناستو مشرانو سختې تېروتنې کړې او له همدې کبله دا تبادله شوې. ''

له هغه وروسته ښاغلي سینګ حکومت ته په یوه استولي لیک کې د کورنیو چارو پر وزیر د باج اخیستو تور پورې کړ.

نوموړي د ایالت اعلی وزیر ادهو ټاکرې په نامه لیک کې پر ښاغلي دېش موک تور پورې کړی و، چې د ځینې هوټلونو او شرابخونو له څښتنانو یې د لکونو ډالرو بډې، رشوتونه اخیستي.

ښاغلي دېش موک دا تورونه رد کړی، خو په اپریل کې استعفا ته اړایستل شو.

په مې میاشت کې بیا پرمبير سینګ د رخصتۍ غوښتنه وکړه، بیا یې تمدید کړه او له هغه وروسته ناڅاپه تری تم شو.