پولیس افسره چې مذهبي مشر یې زندان ته ورساوه

د عکس سرچینه، CHANCHAL MISHRA
''که د حق لپاره مبارزه کوې او دغه مبارزه له یوه زورور نه د یوه بې وسه د حق اخیستلو لپاره وي، بیا نو فشار نور هم ډېر شي او ډېر کار او زیار غواړي. ''
دا د هغې ښځینه پولیس افسرې څرګندونې دي، چې هند کې یې پر یوې ماشومې د جنسي تېري په قضیه کې د یوه مذهبي مشر خلاف پوښتنې ګروېږنې کولې.
یاده پولیس افسره چنچل میشرا نومېږي او د راجستان ایالت پولیسو اداره کې دنده لري.
نیول شوی مذهبي مشر باپو آسارام نومېږي، چې ویل کېږي ټولنه کې د یوه معتبر سړي په سترګه ورته کتل کېدل.

د عکس سرچینه، CHANCHAL MISHRA
مېرمن میشرا وايي، د دغه سړي نیولو کې یوه ستونزه دا وه، چې نوموړی اندور سیمه کې نیول شوی، د ده پر ضد عریضه پلازمېنه ډیلي کې ثبت شوې وه او هغه ماشومه چې تېری پرې شوی، د اترپردېش ایالت اوسېدونکې ده.
پولیس افسره وايي، له بېلا بېلو ایالتونو د ثبوتونو او عیني شاهدانو رایوځای کول او په لنډ تنګ وخت کې د تحقیق بشپړول اسان کار نه و. نوموړې وايي:
''تر ټولو لویه ستونزه د بابا نیول و، ځکه هغه یو مشهور مذهبي شخصیت بلل کېده، موږ نه غوښتل هغه له کره ثبوتونو پرته ونیسو او موږ همداسې وکړل. ''

د عکس سرچینه، Facebook/Asarambapuji
کله چې چنچل مشرا له پولیس ډلګۍ سره د آسارام عبادت ځای ته ورغلې وه، هغه نصیحت ورته پیل کړی و او وروسته د آرام کولو په پلمه له هغه ځایه ووت. مېرمن مشرا وايي:
'که کوم تورن کس د نیول کېدو په بهیر کې خنډونه رامنځته کوي او یا په ځان پسې ور وتړي، موږ حق لرو، ور مات کړو. '
نوموړې زیاتوي:
''نیمه شپه وه او موږ کوښښ کاوه ژر تر ژره یې له عبادت ځایه وباسو، ځکه ګهیځ مهال بیا هلته د عبادت کوونکو خورا ګڼه ګوڼه وي. له ډېرو هڅو وروسته نژدې دوې بجې وې، چې هغه مو ونیو. ''
د نوموړي خلاف دوسیه کې ویل شوي، چې د ماشومې پلار شاهجهان پور سیمه کې په خپل لګښت د اسارام لپاره معبد ودان کړی و او نوموړي د اګست پر ۱۵ نېټه ۱۶ کلنه نجلۍ د درملنې په پلمه ځان ته غوښتې او جنسي تېری یې پرې کړی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
اسارام د اوسني پاکستان په سند ایات کې ۱۹۴۱ کال کې زېږېدلی دی. نوموړی له خپلې کورنۍ سره ۱۹۴۷ کال کې د هند احمداباد ته وکوچېد او هلته یې له ۱۹۷۲ کال وروسته د هندو مذهب تبلیغ پیل کړ.
د نیول کېدو پر مهال د نوموړي اړوند نژدې ۴۰۰ اشرمونه یا عبادت ځایونه فعال وو، چې بیوزلو ته پکې وړیا خواړه هم ورکول کېږي.
د نوموړي رسمي ویبپاڼه ادعا کوي، چې هغه د نړۍ لر او بر کې ۴۰ میلیونه مریدان لري.
داسې رپوټونه هم خپاره شوي، چې ګواکې پر دغې پولیس افسرې برید شوی دی، خو له بي بي سي سره خبرو کې نوموړې وویل، ادارې ته یې هم داسې خبرونه رسېدلي دي او دوی اړین اقدامات کړي دي، خو په وینا یې خپله دا نه خو دغه ډول ګنګوسو ته پام کوي او نه یې یادول مناسب بولي، ځکه وايي ''که دغه ډول خبرې برالا شي خلک زموږ د فعالیتونو ستاینې پر ځای وارخطا کېږي. ''
محکمې دغه قضیه کې آسارام مجرم وباله او په عمري زندان سزا یې محکوم کړی دی.








