تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روغتیا نړیوال سازمان: ګېمونه او غير صحي خواړه ماشومان چاغوي
د روغتیا نړیوالې ټولنې په اروپا کې د دوو شیانو له امله د ماشومانو د ډېرې څربېدا په اړه خبرداری ورکړی دی. یو د خوړنځیو ژر پخېدونکي خواړه دي او بل آنلاین ګېمونه، چې ماشومان ورته د سپورت پر ځای ساعتونه ساعتونه ناست وي.
دې ټولنې ویلي د ماشومانو روغتیا ته د زیان رسوونکو خوړو سوداګریزې خبرتیاوې باید کابو شي، ځکه چې په وینا یې، تر امریکا وروسته اوس اروپا کې هم د ماشومانو د څربېدو ګواښ ډېر شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه څرګندوي چې یو اروپايي هېواد هم تر ۲۰۲۵ کال پورې د مخ په ډېرېدونکې چاغۍ د مخنیوي پر لار روان نه دی. کابو۶۰ سلنه مشران او هرو درېو کې یو ماشوم تر حده ډېر پنډ دی، او د کورونا له وبا سره دا ستونزه له بدو بدتره شوې.
دغه سازمان غوښتي چې د ماشومانو له پاره د غېرصحي خوراکونو پر مارکېټنګ دې محدودیتونه ولګول شي، د صحي خوړو بیې دې ارزانه او د هر عمر وګړي وهڅول شي چې ورزش وکړي.
نن سبا پرمختللو هېوادونو کې په ډېرې آسانۍ خلک کولی شي پر انټرنټ رستورانت ته د خپلې خوښې خوراکونو فرمایش ورکړي، پیسې یې له خپل بانکي سیستمه په آنلاین ډول ور ولېږي او ډوډۍ د کور دروازې ته ورسېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي ګڼ ماشومان ساعتونه ګېمونو یا لوبو ته ناست وي چې دا یې روغتیا ته ډېر زیان رسوي. بیا چې ورسره ډوډۍ هم غیرصحي شي نو له حده د ډېر چاغېدو شونتیا یې ډېروي.
پر چاغښت د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا سیمې ۲۰۲۲ کال رپوټ لیکي، د امریکا تر وچې وروسته اوس په اروپا کې د چاغښت او له حده ډېر وزن ستونزه ګړندۍ پراخېږي.
رپوټ زیاتوي، اټکل دی چې دا ستونزه اروپا کې هر کال یو اعشاریه دوه میلیون خلک وژني چې د ټولو مړینو ۱۳ سلنه جوړوي.
مخ په ډېرېدو چاغي د ډېرو ناروغیو لامل ګرځي چې په کې ۱۳ ډوله سرطانونه راځي، د شکرې ناروغۍ دویم ډول او د تنفسي سیستم ستونزې.
د روغتیا نړیوال سازمان رپوټ وايي، له حده ډېره چاغي پېچلې ناروغي ده او یوازې په غیرصحي خوراک بڼې او فزیکي فعالیت نه درلودلو نه خلاصه کېږي.
رپوټ وايي په اروپا کې د ډیجیټلي سیسمونو له پراخېدو سره د خوراکونو پر بڼې او اندازې سم څار نشته او دا وضعیت باید بدل شي. د بېلګې په ډول کور ته د خوراکونو رسولو اپلېکېشنونه د ډېرو خوږو او غوړو څښاکونو او خوراکو د پلور ډېرولو کې ونډه لري.
په بریتانیې کې څېړنې ښيي چې د بازاري ډوډۍ خوړل په دې معنا دي چې په کور کې د تیارې شوې ډوډۍ پرتله په منځني ډول په ورځ کې ۲۰۰ اضافه کالوري اخلئ. د اوونۍ په ترڅ کې دومره ډېرېږي لکه یو ماشوم چې په یوه اوونۍ کې د یوې اضافي ورځې خوراک وکړي.
خو د روغتیا نړیوال سازمان رپوټ د آنلاین خوراک پېرلو مثبتو اړخونه ته هم اشاره کوي او وايي تاسې کولی شئ ښه او صحي خوراکونه غوره کړئ.
په بریتانیې کې ځینې تګلارې غوره شوي چې د چاغېدو مخنیوی کولی شي. د بېلګې په ډول لوی رستورانتونه او کافې ګانې د قانون له مخې اړ دي د خوراکونو کالوري هم ورسره ولیکي.
دا هم په پلان کې لري چې په ټولې بریتانیې کې د ماښام تر نهو بجو وړاندې پر ټلوېزیون د هغو خوراکونو اعلانونو خپراوي ته اجازه ورنه کړي چې په کې د خوږې او غوړو کچه لوړه ده.