تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين کړکېچ: پوتین وايي موږ لا هم د ډیپلوماټیک حل هيله لرو
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په پلازمېنه مسکو کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونيو ګوتريش سره په خبرو کې ويلي موږ اوس هم د اوکرايين په اړه د ډيپلوماتيک حل هيله لرو.
نوموړي زیاته کړې چې له اوکرايين سره به په انلاين بڼه خبرې اترې روانې وي او هيله يې ښودلې چې دا خبرې به مثبته پايله ورکړي.
ښاغلي پوتين د اوکرايين په ماريوپول ښار کې اوسني وضعيت "بېچلۍ او خواشينونکی" بللی او زیاته کړې یې ده چې په دې محاصره شوي ښار کې روسيې نور پوځي عمليات نه دي ترسره کړي.
ښاغلي پوتين دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې جرمني اعلان کړی اوکرايين ته د الوتکې ضد ټانکونه استوي او د دغه هېواد سرتېرو ته به رزونه ورکوي.
په امريکا کې د جرمني سفيري ايملي هابر، دغه خبرې د امریکا د متحدو څلوېښتو هېوادونو استازو سره خبرو کې کړې دي.
بل پلو کرملین پر بريتانيا تور پورې کړی چې اوکرایین پر روسیې برید ته هڅوي.
انټرفاکس او آر آی ای دواړو خبري آژانسونو د دفاع وزارت په حواله ویلي چې که دا ډول هڅې روانې وي نو روسیه به یې په غبرګون کې ورته ځواب ورکړي.
د یادو رسنیو رپوټونو کې همدا راز راغلي، "د روسیې پوځ په کیېف کې له لویو وسلو سره غچ اخیستني برید ته چمتو دی".
له دې وړاندې د بریتانیا د وسله والو ځواکونو وزیر جیمز هیپي ویلي وو، دا په بشپړه توګه قانوني چاره ده چې اوکراییني ځواکونه د روسیې د خاورې اکمالاتي کرښې په نښه کړي.
هیپي دا منلې چې د نړیوالې ټولنې له خوا اوکرایین ته ورکړل شوې وسلې په روسیه کې کارول کېدی شي.