د روسیې دفاع وزارت وايي، جنګي بېړۍ یې ډوبه شوې

د عکس سرچینه، MAX DELANY/AFP
د روسیې دفاع وزارت وايي، هغه جنګي بېړۍ یې ډوبه شوې چې د چهارشنبې پر ورځ پکې چاودنه شوې وه.
د وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، توپاني سمندري څپې د دې لامل شوې، چې ساحل ته د راکاږلو په ترڅ کې په تور سمندر کې د روسیې دغه جنګي بېړۍ ډوبه شي.
په توغندیو سمبال مسکوا نومې بېړۍ چې د عملې ۵۱۰ کسان پکې وو، پر اوکرایین د روسیې پوځي یرغل کې د پوځي قوت سمبول بلل کېده.
اوکراییني چارواکي وايي، د دوی ځواکونو دا کښتۍ وېشتلې ده، خو مسکو بیا وايي په کښتۍ کې اورولګېد او له چاودنې وروسته ډوبه شوه.
د اوکرایین ولسمشر یو سلاکار اولیکسې ارستویچ وايي، روسي مرستندویان نه دي توانېدلي دې بېړۍ ته ورسېږي، چې احتمالاً تر ۵۱۰ پورې کارکوونکي لېږدوي.
مسکوا بېړۍ د اوکرایین جګړې په پیل کې هغه مهال مشهوره شوه، چې په سناک نومي ټاپو کې اوکراییني ځواکونو له تسلیمېدو انکار وکړ او دې بېړۍ ته یې له نیول کېدو مخکې وویل: '' جهنم ته ورکه شه ''!
د روسي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي چې ټول کارکوونکي له اورلګېدنې مخکې له دې ځایه ایستل شوي وو.
د روسیې دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي:
''د مسکووا مهماتو زېرمه له چاودنې وروسته چاودنه شوې، بېړۍ ته سخت زیان اوښتی. د عملې کسان ایستل شوي وو. د اورلګېدنې لامل معلولو لپاره پلټنه کېږي. ''
د امریکا تازه پوځي مرسته

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور د امریکا ولسمشر جو بایډن اوکرایین ته د ۸۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تازه پوځي مرستې ورکولو اعلان کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې اوکرایین په ختیځ کې د روسیانو یوه تازه یرغل سره مقابلې ته چمتوکېږي.
د امریکا په دې نوي مرسته کې توپخانه، زغزوال ګاډي، چورلکې، ډرون الوتکې او د رادارو سیستمونه شامل دي.
د اوکرایین له ولسمشر ولودیمر زېلینسکي سره ترخبرو وروسته ښاغلي بایډن وویل امریکا به اوکرایین ته د خپل ځان دفاع لپاره مرستې روانې وساتي.
د بایډن ادارې تېره یوه نیمه میاشت کې اوکرایین ته تر درې میلیارد ډالرو ډېره پوځي مرسته ورکړې ده.
پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پيله را هیسی دا لومړی ځل دی چې امریکا له دغه هېواد سره په یو ځل په دومره ډېره پیمانه د پوځي مرستو اعلان کړی.
د درنو وسلو په اړه ویل شوي چې امریکا دې لړ کې اوکرایین ته اتلس توپونه او د هغو ۴۰ زره مرمۍ ورکوي.
په دې وسلو کې دغه راز د کاماکازي په نوم ډرون یا بې بیلوټه پرمختللې الوتکې هم شاملې دي چې د ځانمرګي ډرون په نوم هم یادیږي.
دا ډرون هدف په دقت په نښه کوي او په ځانګړې توګه د پټو پوځي هدفونو لپاره کارول کیږي.









