د اوکرايين جګړه: د ماريوپول پر کلابند شي ښار بريدونه روان دي

د ویډیو تشریح، د اوکرايين جګړه: د ماريوپول پر کلابند شي ښار بريدونه روان دي

په اوکرایین کې د کلابند ماریو پول ښار چارواکو روسیه تورنه کړې چې پر یوه ښوونځي یې بمبار کړی، همدلته وايي نژدې څلور سوو کسانو پناه اخیستې وه. د مرګ ژوبلې په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

د ماریوپول ښاروال هم روسی پوځ تورن کړی چې د دغه ښار زرګونه اوسېدونکي په غېر قانوني توګه او په زوره دې ته اړ باسي چې له پولې هغه غاړې د روسیې لور ته ورواوړي.

په عین حال کې بیا د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ویلي، د بندر محاصره داسې ترهګرېزه چاره ده چې د راتلونکو پېړیو لپاره به یې خلک په یاد ساتي.