عمران خان ته د نه باور رایه؛ بهرنۍ دسیسه او که په کور دننه ناکامي؟

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي لندن

پاکستان قامي اسمبلۍ یا جرګې د اپریل پر لسمه شپه د ۱۷۴ مخالفو رایو په اکثریت د لومړي وزیر عمران پر ضد د نه باور تحریک تایید کړ، چې وسره د تحریک انصاف پاکستان څه باندې درې کلن واک پای ته ورسېد.

په پام کې ده، د پاکستان قامي اسمبلۍ به د دوشنبې پر ورځ د نوي لومړي وزیر ټاکلو لپاره غونډه کوي.

د اپوزېسیون ګوندونو اتحاد 'پي ډي ایم ' مسوولینو وار له مخه ویلي چې د پخواني لومړي وزیر ورور او د پنجاب ایالت پخوانی اعلی وزیر میا محمد شهباز شریف به د پاکستان نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شي.

ښاغلي شریف د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ضد د بې باورۍ رایې تحریک له کامیابېدو وروسته پارلمان ته وینا کې وویل، له هېچا به غچ نه اخیستل کېږي او نه به هم څوک زنداني کېږي.

دې سره عمران خان د پاکستان په تاریخ کې لومړنی واکمن شو، چې د نه باور له لارې پارلمان له واکه ګوښه کړ.

له دې مخکې د پاکستان ډېری ملکي حکومتونه یا د پوځي کودتاګانو، ولسمشرۍ فرمانونو او یا هم د عدلیې له لوري بې واکه شوي دي.

خو د عمران خان حکومت په ګوښه کېدو کې پاکستاني پوځ خپل بې پریتوب اعلان کړ او پاکستان سترې محکمې بیا له پنځه ورځنیو ناستو او دلیلونو اورېدو وروسته د عمران خان تحریک انصاف ګوند پلوي پارلمان مرستیال مشر قاسم سوري هغه پرېکړه غیر قانوني وبلله چې پر لومړي وزیر د بې باورۍ رایې تحریک لپاره یې د پارلمان غړو له رایې اخیستو انکار کړی و.

د یادونې ده، چې عمران خان ایله څه باندې درې کاله مخکې د پاکستان لومړي سیاستوال شو، چې د فدرالي پارلمان پنځو څوکیو لپاره یې په ټاکنیز ډګر کې سیالي وکړه او په ورته مهال د ټولو پنځو څوکیو لپاره پاکستانیانو رایې ورکړه او بریالی اعلا شو.

په دې لیکنه کې دې ته لنډه کتنه شوې، چې ولې د پاکستان پارلمان چې د عمران خان ګوند پکې اکثریت درلود، په یوه خوله ښاغلی خان په نیمه شپه په داسې حال کې له واکه ګوښه کړ چې د ده یو شمېر خپل ګوندي ملګري هم د اپوزېسیون ګوندونو له ائیتلاف سره ملګري شوي وو؟

بهرنۍ دسیسه؟

عمران خان د ځان پر ضد د نه باور رایې تحریک تر شا د یوې داسې دسیسې یادونه کوله چې په وینا یې جرړې یې په بهر کې دي.‌

عمران خان او د ده د ګوند حکومتي چارواکو په دې لړ کې د یوه لیک یادونه کوله چې په وینا یې د همدې دسیسې یادونه پکې شوې، د واکمنۍ پر وروستۍ ورځ یې هم ګیله کوله چې سترې محکمې باید له پرېکړې مخکې دا لیک لوستی وای او په څرګند ډول یې امریکا متحدو ایالتونو چارواکو ته اشاره کوله چې ګواکې روسیې ته د ښاغلي خان د سفر له کبله غوسه دي.

خو واشنګټن دا ادعا رد کړه او بې بنسټه یې وبلله.

اپوزېسیون ګوندونه بیا د دې لیک خبره یوازې یوه پلمه بولي چې په وینا یې ښاغلي خان غوښتل د خپلې سیاسي ناکامي ته د بهرنۍ توطئې نوم ورکړي او له اساسي قانونه د سرغړونې له لارې په واک کې پاتې شي.

عمران خان حکومت مخکې ویلي و، چې د دې لیک محتوا یې د پاکستان ملي امنیت شورا له غړو سره هم شریکه کړې او د خپلې واکمنۍ پر وروستۍ ورځ یې د راز ساتنې له کټګورۍ هم د دې لیک ایستلو اعلان وکړ، خو د اوس لپاره د دې لیک رښتینولۍ په هکله پرېکړه مبهمه ښکاري.

د سفر پیل

د بي بي سي اردو څانګې عارف شمیم وايي، کله چې عمران خان له کرېکټ لوبې تقاعد شو، د هغه وخت پاکستاني واکمنو جنرال ضیاالحق او لومړي وزیر نواز شریف ترې غوښتي و، چې په سیاست کې برخه واخلي، چې عمران خان ترې انکار کړی و، خو بالاخره د سیاست ډګر ته راغی او د عملي سیاست پیل یې هم د پاکستان پوځي استخباراتي ادارې ای اېس ای د یوه پخواني مشر جنرال حمېدګل په ظاهراً ټولنیز سازمان 'پاسبان 'کې له ګډون سره وکړ.

جنرال حمید ګل او د پاسبان سازمان یوه بل مشر محمد علي دراني دا تنظیم یوه داسې فشار ډله بلله، چې د دوی په وینا د سیاستوالو خپل منځ اختلافونو او مالي فساد له کبله پاکستان کې ورته سخته اړتیا لیدل کېده.

عمران خان په همدې موده کې د سرطان درملنې یوه خیریه روغتون لپاره بسپنه هم کوله، چې د خپلې مور شوکت خانم په نامه یې د پنجاب په مرکزي ښار لاهور کې چمتو کړ.

د شوکت خانم روغتون چمتو کولو په هڅو کې عمران خان د پاکستانیانو خورا پراخ ملاتړ ترلاسه کړ او ډېر وستایل شو.

په همدې هڅو کې د پاسبان تنظیم محمد علي دراني ښاغلی خان میلیاردر پاکستاني سوداګر علیم خان ته وروپېژاند چې په یوه ورځ یې عمران خان ته د شوکت خانم روغتون لپاره شپږ کروړه روپۍ بسپنه ورکړه.

د یادونې ده، چې وروسته د عمران خان سیاسي ګوند تحریک انصاف پاکستان په مالي مرستو کې هم د علیم خان ونډه پریمانه وبلل شوه.

شنونکي پر مهمو پوستونو د بې تجربه ګوندي ملګرو ګومارنې په ځانګړې توګه د اقتصاد برخه کې د عمران خان حکومت پالیسو د ناکامۍ له لاملونو یو بولي چې بیا د بې باورۍ رایې په تحریک کې د اپوزېسیون ګوندونو د اړتیاوړ توکو بې کچې ګرانۍ پر ضد ولسي احتجاجونه راوپارول.

له یوې څوکۍ د پارلمان تر اکثریته

عمران خان په ۱۹۹۴ کال کې د شوکت خانم روغتون مرکزي څانګې له پرانیستلو دوه کاله وروسته د ۱۹۹۶ کال په اپریل کې د تحریک انصاف پاکستان په نامه سیاسي ګوند تاسیس کړ، چې فساد ضد مبارزې، اسلامي خیریه دولت رامنځته کولو او د مساواتو پر بنسټ ولاړ دولت فکري بنسټونه یې له هماغه پاسبان تنظیمه اغېزمن وو.

تحریک انصاف ګوند د تاسیس له ورځې تر شپږ کالو پورې د پاکستانیانو ډېره توجه جلب نه کړه او د ۲۰۰۲ کال په پارلماني ټولټاکنو کې د ګوند موسس عمران خان له خپل پلرني ټاټوبي میانوالي د ایله یوې څوکۍ په ګټلو بریالی شو.

د پاکستان ډان ورځپاڼې خبریال منصور ملک چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په هکله یې څېړنیز کار کړی وايي، تحریک انصاف ګوند ته له تاسیس نژدې ۱۵ کاله وروسته هغه مهال د ډېرو پام واوښت چې د ۲۰۱۱ کال په نومبر کې یې په لاهور کې یوه لویه غونډه وکړه.

له دې غونډې ایله دوه کاله وروسته بیا د تحریک انصاف تله ورځ تر بلې درنېده او د پاکستان ۲۰۱۳ کال په ټولټاکنو کې یې د فدرالي پارلمان ۳۰ څوکۍ ترلاسه کړې.

د همدې کال په ټولټاکنو کې د خیبر پښتونخوا رایې ورکوونکو د تحریک انصاف په حق کې پرېکړه وکړه او په داسې حال کې چې ګوند وتوانېد په مرکزي پارلمان کې د رایو اکثریت له پلوه دویم لوی ګوند ثابت شي، په خیبر پښتونخوا کې یې ایالتي حکومت جوړ کړ.

د ۲۰۱۸ کال په ټولټاکنو کې بیا خبره له دې هم ډېره مخکې لاړه او تحریک انصاف ګوند د فدرالي پارلمان له ټولټال ۳۴۲ څوکیو پر ۱۱۶ څوکیو بریا ترلاسه کړه.

په همدې ټولټاکنو کې عمران خان لومړنی پاکستانی سیاستوال ثابت شو، چې له پنځو ټاکنیزو حوزو یې ټاکنیزه سیالي وکړه او په ورته مهال له ټولو پنځو حوزو د پارلمان غړي په توګه وټاکل شو.

د وروستي توپ لوبه

په پارلماني سیاست کې له دې بریاوو سره سره که یوه لور ته د تحریک انصاف ګوند او شخصاً د ښاغلي خان د سیاسي مخالفینو شمېر ډېر شو، نو بل لور یې په ګوند کې دننه هم اختلافونه او فریکسونونه پریمانه وو.

د ډان ورځپاڼې منصور ملک په دې هکله د بېلګې په توګه د علیم خان یادونه کوي، چې په وینا یې د عمران خان له لومړنیو او کلکو ملاتړو کسانو یو و، خو کله یې چې د مشر وزیر له مقامه استعفا وکړه، ځینو ګوندي ملګرو یې 'فاسد ' باله او ده پر استعفا یې خوښي ښووله.

همدا اختلافونه چې د شنونکو په وینا لامل یې د عمران خان ځینې پرېکړې وې، د دې لامل شوې، چې نه یوازې د کاندیدۍ پر سر په تحریک انصاف کې خلک له یوه بل سره لاس او ګرېوان شي، بلکې دا وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په ښاروالي ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوندي ملګري د خپلواکو کاندیدانو په نامه د یوه بل پر ضد د ټاکنو سیالۍ ته ودرېږي.

همدا اختلافونه وروسته تر دې حده ورسېدل، چې کله د ښاغلي خان پر ضد قامي اسمبلۍ ته د نه باور رایې تحریک وړاندې شو، د تحریک انصاف ګوند یو شمېر پارلمان غړي د متحده اپوزېسیون تر څنګ ودرېدل او د ښاغلي خان پر ضد د نه باور رایې ورکولو هوډ یې څرګند کړ.

د عمران خان پر ضد د نه باور رایې تحریک په کامیابۍ کې د تحریک انصاف ګوند ځینې ائتلافي ګوندونو رول هم خورا مهم دی، چې پر ښاغلي خان یې له خپلو ژمنو د پر شا کېدو له تورونو سره له ده لاره بېله کړه.

عمران خان د نه باور رایې تحریک بهیر په ترڅ کې د کرېکټ لوبې په تناظر کې خپلې ماضي ته په اشارې سره ویلي و، لوبغاړی پاتې شوی او تر 'وروستي توپه ' به مبارزه کوي، سیاسي مخالفینو یې بیا تورن کړ، چې دی له سره د 'لوبې ' اصول نه مني، خو واقعیت دا دی چې 'لوبه ' لا هم روانه ده او دا به وخت ثابته کړي چې کله د پارلمان له ماڼۍ خبره د ټاکنو او سیاسي هلو ځلو ډګر ته ووځي، نو د پاکستان خلک په دې 'لوبه ' کې د چا پلویتوب کوي؟

شنونکي د پاکستان د پارلماني سیاست بریا او ناکامي په پارلمان کې دننه او بهر د بېلا بېلو فکرونو لرونکو سیاسیونو تر منځ د ائیتلاف په ثابت پاتې کېدو پورې هم تړي چې تر اوسه د عمران خان او تحریک انصاف ګوند حکومت مخالفت لپاره یو ځای شوي وو.