تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکراييني مسلمانان په جګړه کې څنګه روژه نیسي؟
- Author, سوامینات نتراجن
- دنده, بي بي سي نړیواله څانګه
"کله چې تاسو هر وخت د خطر غږونه اورئ او د ویجاړ شويو ښوونځیو، روغتونونو او کورونو عکسونه ګورئ، نو تاسو څنګه نارمل پاتې کېدای شئ؟"
دا نیارا مموتووا پوښتي.
"د مړو جسدونه او د سوځول شويو کورونو لیدل زه ناروغه کړم. دا خورا لوی فشار دی. دا روژه له دردونو ډکه ده."
نیارا تاتار توکمه ده ۲۰۱۴ کال کې د روسیې له خوا د کریمیا له نیول کېدو وروسته شمال ته وتښتېده.
د نیارا نظر یوې بلې مسلمانې اوکرایینۍ هم تائید کړ د دې نوم ویکتوریا نیسترینکو ده او د کیېف اوسېدونکې ده.
دې دوو ښځو بي بي سي ته وویل چې څنګه د جګړې په سیمه کې روژه نیسي؟ او له ګواښونو سره مبارزه کوي؟
"زه له غمه ډکه یمه"
ویکتوریا وايي:"د جګړې د وحشتناکو صحنو انځورونه په پرله پسې توګه زما په مغزو کې ګرځي."
دا وايي:"کیېف ته څېرمه د روسي پوځیانو له خوا د ماشومانو په ګډون ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي. په دې روژه کې زه مقدسه فضا نه احساسوم، له غمه ډکه یم."
د اوکرایین د نفوس ډېره لږه برخه د اسلام پیروي کوي نارسمي شمېرو له مخې شاوخوا یو سلنه اوکرايينان به مسلمانان وي.
دې مسلمانانو دوه تېر اخترونه د کویډ - ۱۹ وبا له کبله ونه لمانځل او په ډېره بې صبري سره دې روژې ته انتظار وو.
ویکتوریا وايي: "تر ټولو سخت کار دا دی چې خپل ځان له اخلاقي او روحاني پلوه جوړ کړم. زه اړتیا لرم چې قرآن ولولم او عبادت ته وخت ورکړم. د فشار او ستړیا له امله په لمانځه تمرکز کول خورا ستونزمن کار دی."
نیارا ډېر کوچنی ماشوم لري او د هغه پالنه کوي روژه نه نیسي خو ویکتوریا روژه نیسي دوی دواړو ته عبادت سخت شوی دی.
هغې زیاته کړه: "البته موږ د لمانځه لپاره وخت پیدا کوو په دې جګړه کې مو همدا یوه ښېګنه په برخه شوې. په دې توګه موږ کولی شو خپل دیني دنده ترسره کړو."
"هېڅ ځای خوندي نه دی"
نیارا له تېرو اتو کلونو راهیسې په یوه سویل-ختیځ ښار کې ژوند کوي.
هغه یوه نادولتي موسسه (NGO) لري چې د ایکولوژۍ په اړه خلکو ته پوهاوی ورکوي او د مسلمانانو په تړاو د ناعادي چلند پر وړاندې مبارزه او فعالیت کوي.
د دې د څلورم ماشوم له زیږیدو یوازې درې اوونۍ تېرې شوې وې چې جګړه پیل شوه او کورنۍ یې په دې فکر کې وه چې روژې میاشت ته کور پاک او ښکلی کړي.
"موږ هک حیران وو. په هوايي ډګر توغندي غورځېدل، د تېلو په زېرمه کې اور لګېدلی و... روسي ځواکونه ښار ته نږدې شوي وو. نو موږ پرېکړه وکړه چې لاړ شو. د کریمیا د نیولو خلاف چې هغه تقریباً د وینې له توئیدو پرته ترسره شوه دا یرغل خونړی او وحشیانه و."
له همدې کبله دا کورنۍ اړه شوه چې د اوکرایین لوېدیځ ته لاړه شي او دا د هغې د ماشومانو لپاره لوی فشار و.
"زما ماشومان له خپلو ملګرو څخه جلا شوي دي. دوی خپل کور له لاسه ورکړی دی. موږ حتی په دې ښار کې هم خوندي نه یو. د روسیې توغندي او بمونه کېدای شي د اوکرایین هر ښار ته ورسېږي."
دوی په پیل کې په یوه جومات کې پناه واخیسته خو وروسته یې وکولای شول چې په خپله خوښه یو ځای کرایه کړي.
روژې هغې ته تېر یادونه ور په زړه کړل چې څه، څه یې له لاسه ورکړي دي.
نیارا زیاتوي: "ټولې کورنۍ به په ګډه روژه نیوله، په ګډه به یې لمونځ کاوه او په ګډه به یې روژه ماتوله. اوس زموږ کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوې. ځینو یې هېواد پرېښود او په مختلفو هېوادونو کې اوسېږي. دا ډېره د خوښۍ فضا نه ده."
د هغې مېړه په یوه جومات کې د امام په توګه کار کوي د دوی په ښار کې د شپې لخوا ګرځبندیز وي که لږ هم په ناوخته شي نو اړ کېږي چې ټوله شپه جومات کې تېره کړي.
نیارا وکولی شول چې په دې نوي ځای کې نوي دوستان پیدا کړي."موږ د روژې د ماتولو لپاره د اسلامي ټولنې له نورو غړو سره وینو. موږ یو له بل سره مرسته کوو. موږ له شتمنو مسلمانانو هم غوښتنه کوو چې د بې ځایه شویو کسانو لپاره خوراکي توکي چمتو کړي."
"د حلالې غوښې کمښت"
دا هره ورځ د بې ځایه شویو خلکو لپاره چې جومات کې پناه اخیستې د خوړو په چمتو کولو کې مرسته کوي.
نیارا وايي:"موږ تقریباً د پخوا په شان لوښي تیاروو، خو دلته حلاله غوښه نه لرو، یوازې یو ډول حلال چرګ شته."
نوموړې وايي، د ترکيې په څېر هېوادونو کې د مسلمانانو مرستندويه موسسې اړين خواړه برابروي او ځايي مسلمانان د پخلي لپاره د اړتيا وړ لوښي برابروي. ویکتوریا د ستونزې د حل لپاره کنګل شوې غوښې او کب کاروي.
"موږ هڅه کوو چې حلال خواړه برابر کړو. خو اوس د حلالې غوښې د کمښت ستونزه لرو. هغه مسلمانان چې په لیرې پرتو سیمو کې دي، منجمد حلال خوړو ته لاسرسی نه لري."د جګړې له پیل څخه مخکې هغې په کیېف کې د حلالو خوړو په مرکز کې د رئيسې په توګه کار کاوه. هغه هیله لري چې د حلالو خوراکي توکو کمښت به ژر حل شي.
"د جګړې هڅې"
ډېر مسلمان نارینه او ښځینه د اوکرایین د اردو غړي دي ځینو یې په دې وروستیو کې په رضاکاره ډول برخه اخیستې.
ویکتوریا وايي:"زما خپلوان او ملګري مې له روسانو سره جنګېږي."
"موږ بشردوستانه مرستې چمتو کوو، د خلکو په ایستلو کې مرسته کوو، بسپنې راټولوو او د خپلو سرتېرو لپاره نظامي مهمات اخلو."
"زه احساس کوم چې زه باید کار ته دوام ورکړم او څومره چې کولی شم د خپلو خلکو سره مرسته وکړم. زه د هېواد پالنې مسؤلیت لرم. د اوکرایین د خلکو ځواک په یووالي کې دی - موږ باید یو ځای ودرېږو او یو له بل سره مرسته وکړو. بیا به موږ وکولی شو چې زموږ دښمن ته ماتې ورکړه."نیارا هیله لري چې د هغې عقیده به د هغې د ژوند ترټولو سخت وخت کې ورسره مرسته وکړي.
"زما عقیده په داسې سخت وخت کې خورا مهمه ده. دا ماته ملاتړ راکوي. دا زما پوښتنو ته ځوابونه راکوي. تاسو پوهیږئ چې جګړه ستاسو ازموینه ده."
مګر نیارا باور لري چې خدای به هغې ته وس او توان ورکړي چې له دې بحرانه ووځي.
هغه وايي: "موږ ژوند کوو، دعا کوو او سولې ته انتظار یوو."