تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین جګړې له کبله افغانانو ته د بریتانیا په ویزو کې د ځنډ په تړاو نوي شواهد موندل شوي
بي بي سي داسې شواهد لیدلي چې ښيي د بریتانیا حکومت د ویزو برخه کې د هغو کسانو په ډله کې چې له جګړې په تېښته دي، اوکراینیيانو ته لومړیتوب ورکړی.
له دې امله هغو افغان کډوالو ته هم د ویزې چارې ځنډنۍ کېږي چې افغانستان کې یې د طالبانو بیا واکمنېدو سره ژوند له خطر سره مخامخ دی.
اوس اندېښنه داده چې د اوکرایین جګړې افغانستان کې پر روان کړکیچ اغېز کړی.
افغانستان کې د تېرې اګست میاشتې له پېښو وروسته د ځینو نورو هېوادونو په څېر بریتانیا هغه زرګونه کسان چې له دوي سره یې افغانستان کې کار کاوه دې هېواد ته را ولیږدول، خو د بي بي سي د بریتانیا د چارو خبریاله سیما کوټیچه په خپل رپوټ کې د مرستندویه بنسټونو له قوله وايي، لا هم لسګونه زره داسې کسان شته چې له بهرنیو بنسټونو سره د کار له امله له خطر سره مخامخ دي او لا هم افغانستان کې پاتې دي.
کله چې نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ، بریتانیا خپل ډېر پام اوکرایین ته واړاوه او په پایله کې د افغانانو د ویزو بهیر لا ځنډنی شو.
یوه مېرمن په دې هکله وايي، ورور یې چې له خپلې کورنۍ سره اوکرایین کې اوسېد یوازې په شلو ورځو کې د بریتانیا ویزه تر لاسه کړه. خو همدې مېرمنې د خپلې مور او خور لپاره چې کابل کې دي د ویزې غوښتنه په تېره اګست میاشت کې کړې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی موندلی.
دا وايي، د بریتانیا دولت له چلنه ناهیلې شوې، له اوکرایین او افغان کډوالو سره دوه ګونی چلن کېږي، او هغه مرسته او لاسنیوی چې له اوکراینیانو سره کېږي له افغانانو سره نه کېږي.
د اوکرایین د جګړې له پيل وروسته بریتانیا اعلان وکړ چې دې هېواد کې مېشت اوکرانیان کولی شې خپل خپلوان را وغواړي.
اوکرایین کې روان کړکېچ ډېر ژور او سخت دی، خو ځینې وايي یو بشري ناورین باید د بل بشري ناورنی تر سیورې لاندې رانه شي.
د بي بی سی نیوز نایټ پروګرام داسې شواهد لیدلي چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت اوکراییني وګړو ته د ویزې ورکړه لومړیتوب ګڼلی او په دې سره د نورو هېوادونو د وګړو د ویزې بهیر کې ځنډ راغلی.
د دې وزارت د یوه چارواکي له خوا د یوه افغان وګړي د ویزې د غوښتنلیک په اړه په برېښنالیک کې ویل شوي چې اوکرایین لومړیتوب دی او شونې ده چې د ده د ویزې په اړه پرېکړه نوره هم وځنډیږي.
د کورنیو چارو وزارت پر پاڼه معلومات کې راغلي چې د اوکرایین د جګړې له پیل راهیسې ۲۹۱۰۰ اوکرایین وګړو ته ویزې ورکړل شوي.
خو له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې د افغانانو لپاره د اعلان شوې پروګرام له مخې یوازې څه باندې شپږ زره افغانان بریتانیا ته را لېږدول شوي دي.
د هغو افغانانو د شمېر په اړه چې د بریتانیا ویزه یې تر لاسه کړې، څه نه دي ویل شوي.
بل لور داسې هم ویل کېږي چې د اوکراییني وګړو د مېشتولو چارې هم له ستونزو سره مخامخ دي.
د کډوالو چارو مدافع وکیله ماریا پاتسالوس پوښتنه کوي چې ولې افغانانو ته د اوکراییني وګړو پر تله لږ پام کېږي؟
دا وايي ډېر داسې افغانان دي چې که د اوکرایین وای، نو د بریتانیا ویزه به یې ترلاسه کړې وای.
د بېلګې په توګه، دا وايی داسې کسانو ورته مراجعه کړې چې د کورنۍ غړي یې بریتانیا کې دي، خو دوی نه شي کولی چې دغه هېواد ته ولاړ شي.
ځکه د افغان کورنیو لپاره د ویزې پروګرام نشته، خو د اوکرایین وګړو لپاره دې برخه کې یو ځانګړی پروګرام دی.
دغه راز د اوکرایین اتباعو لپاره د کفالت پروګرام هم شته، چې له مخې یې د خپلې کورنۍ غړي را غوښتلی شي او په خپل کور کې ځای ورکولی شي، خو د افغانانو لپاره داسې اسانتیا نشته.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت بیا بی بي سي ته ویلي چې د دې دواړو هېوادونو له جګړې د اغېزمنو کسان پر تله کول ناسم دي، ځکه دوی هڅه کوي شل زره افغانان بریتانیا کې مېشت کړي او هڅه کوي دا چاره ژر تر ژره بشپړه کړي.
په اوکرایین کې د روان وحشت ننداره ځوروونکې ده، داسې جګړه چې د یوې بلې جګړې د قربانیانو د تجربو انعکاس دی، زرګونه کیلومتره لېرې افغانستان کې دا اندېښنه شته چې د دوی کړکېچن وضعیت له پامه غورځول شوی دی.