تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسراییل کې تاریخي سرمشریزې سره هممهاله وسله وال برید کې دوه تنه پولیس وژل شوي
د اسراییلو په شمالي ښار هدیره کې دوتنه پولیس په یوه وسله وال برید کې وژل شوي دي.
پولیس وايي برید کوونکي وسله وال عرب اسراییلیان وو چې د مخفي پولیس افسرانو لخوا ووژل شول.
خو په یوې اعلامیې کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې اسلامي دولت نومې ډلې ویلي چې پر اسراییلي پولیسو د برید تر شاه د دوی لاس و.
څو ورځې وړاندې د اسراییل په یوه سویلي ښار کې هم د یوه ناڅرګند وسله وال لخوا چې د اسلامي دولت نومې ډلې غړی بلل شوی څلور تنه اسراییلي پولیس په ډزو ووژل شول.
رپوټونه وايي په تازه پېښه کې ښکیل یوه وسله وال هڅه کوله چې له اسلامي دولت نومې ډلې سره یوځای شي.
چارواکي د دغو رپوټونو په اړه څیړنه کوي.
په هدیره ښار کې پر پولیسو په برید کې ټپي شوي څلور کسان روغتون ته ولېږدول شول او د دوو نورو درملنه د پېښې په ځای کې وشوه.
پولیس وايي د ترهګرۍ ضد څانګې افسران د پېښې له ځای سره نژدي په یوه رستورانت کې وو او د برید په پای ته رسولو کې یې مرسته وکړه.
د اسراییلي پولیسو یوه ویاند ایلي لیوي ویلي ''زموږ افسرانو وکولای شول چې برید پای ته ورسوي او په دې توګه د یو لوی ترهګر برید مخه ډب کړي. ''
په غیر معمول ډول اسلامي دولت نومې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی او د اسراییل د استخباراتو ادارې ویلي دا له ۲۰۱۷ کال راهیسې لومړی ځل دی چې اسلامي دولت نومې ډله په اسراییل کې د یوه برید مسوولیت مني.
په اسراییل کې پر پولیس دا وسله وال برید پر داسې مهال شوی چې اسراییل له دریو عربي هېوادونو سره چې اړیکې یې ورسره عادي شوي دي د یوې ''تاریخي سرمشریزې '' کوربتوب کوي.
په دې سرمشریزه کې مصر او امریکا هم ګډون لري.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ویلي په سرمشریزه کې یې سیالانو پر پولیسو وسله وال برید غندلی دی خو حماس ډلې چې پر غزې تراړې واکمنه ده دا برید ستایلی او ''تاریخي عملیات '' یې بللی دی.
اسراییل کې تاریخي سرمشریزه
د عرب لیګ څلور غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران د امریکا بهرنیو چارو له وزیر سره په شریکه اسراییل کې یوه تاریخي غونډه کوي.
دا لومړی ځل دی، چې د متحده عربي اماراتو، مراکش او بحرین بهرنیو چارو وزیران د اسراییل له بهرنیو چارو وزیر سره د هغه په هېواد کې وویني.
دا له اسراییل سره د دې هېوادونو دیپلوماتیکو اړیکو له عادي کېدو یو نیم کار وروسته د خپل ډول لومړنۍ غونډه ده.
مصر د عربي نړۍ لومړنی هېواد و، چې ۱۹۷۹ کال کې یې له اسراییل سره روغه جوړه وکړه او د بهرنیو چارو وزیر یې په دې سرمشریزه کې چې تاریخي بلل شوې ګډون کوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سیمې ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې په دې غوڼډه کې ګډون کوي.
نوموړی د روسیې - اوکرایین جګړې، ایران سره تاو تریخوالي، او اسراییل - فلسطین بحران په هکله د خبرو لپاره لوېدیځې غاړې، مراکش، الجزائر او اسراییل ته پنځه ورځي سفر کوي.
ښاغلی بلېنکن به د دې سفر ترڅ کې لومړی د اسراییل له لومړي وزیر نفتالي بېنت سره وویني او وروسته به رمله کې له فلسطیني ولسمشر محمود عباس سره هم خبرې وکړي.
په دې خبرو کې به پر اوکرایین د روسیې یرغل په هکله هم خبرې وشي.
اسراییل له اوکرایین او روسیې دواړو سره ښه اړیکي لري.
ښاغلي بېنت له دیپلوماتیکې لارې د اوکرایین - روسیې شخړې هوارولو لپاره څو ځله د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مخامخ لیدلي او ټیلیفوني خبرې یې ورسره کړې دي.