بشري حقونو د څار ټولنه: طالبان په ولايتونو کې له خبريالانو سره تاوتريخوالی کوي

د عکس سرچینه، RSF
د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، د طالبانو حکومت په ولایتونو او ولسوالیو کې د رسنیو پر وړاندې په پراخه کچه تاوتریخوالی کوي او د هغوی پر کارونو یې بندیزونه لګولي دي.
د ياد ټولنې په رپوټ کې راغلي، په ولایتونو کې خبریالانو ورته ویلي، چې طالبانو د رپوټونو د جوړولو پر مهال دوی او د دوی همکاران ګواښلي، نیولي او وهلي دي.
د رپوټ په وینا، ډېر خبریالان له همدې امله اړ شوي چې یوازې د طالبانو د خبرپاڼو او رسمي غونډو له مخې خبرونه جوړ کړي. د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، چې ښځینه خبریالانې تر ټولو سختې ځپنې سره مخامخ شوې دي.
رپوټ وايي، د تېرې فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، د افغان خبریالانو د خوندیتابه کمېټې غړو ته وویل، چې خبریالان باید د رپوټونو له خپرولو مخکې د هغه په وینا، ملي ګټې، اسلامي ارزښتونه او ملي یووالی په نظر کې ونیسي.
د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد دغه رپورټ ته په غبرګون کې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي په تړاو څه ونه ويل خو پر رسنيو د محدويتونو ادعا يې ردکړه او وايي حکومت يې هڅه کوي چې له خبريالانو سره د معلومات په شريکولو کې همکاري وکړي.
خو د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، چې په ټول افغانستان کې طالبانو د خبریالانو کارونه محدود کړي چې په وینا یې، د دغه هېواد د رسنیو له قانونه او همداراز د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سرغړونه ده.
د ټولنې په رپوټ کې ویل شوي، چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په تېرو نژدې اتو میاشتو کې کابو اتیا سلنه ښځینه رسنوالو خپلې دندې بایللې یا یې کارونه پرېښې دي.
د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، چې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې یې له خبریالانو سره د خپلې دغې څېړنې په ترڅ کې خبرې کړې دي.
د ټولنې په وینا، خبریالانو ورته ویلي، چې طالبان پرله پسې د دوی خپرونې څاري او په خبره یې دې ته یې اړ باسي چې له خپرولو مخکې د خپلو رپوټونو مالومات د اطلاعاتو او کلتور له اړوندو ولایتي ادارو سره شریک کړي.
په رپوټ کې همداراز راغلي، ډېرو خبریالانو ورته ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو چارواکي پرله پسې له رسنیو سره ګوري او ګواښنې ورته کوي، چې د طالبانو له تګلارو خلاف څه خپاره نه کړي او نه هم د طالبانو لخوا د شوي تاوتریخوالي په اړه رپوټونه ورکړي.
"ښځینه ویاندويانې له سټوډیوګانو ایستل شوي"

د عکس سرچینه، @zanTV
د افغانستان په سویل هلمند ولایت کې یوې ښځینه خبریالې دې ټولنې ته ويلي چې د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د هغې له شپږو ښځینه همکارانو څخه یوه هم کار نه کوي.
په ختیځ کې په ننګرهار کې ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې خبري سټوډیوګانو ته ننوځي او د ښځو رسنیز پروګرامونه تړل شوي دي.
په هرات کې یوې ښځینه خبریالې ويلي، د طالبانو له واکمنۍ راهیسې هغې ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې خپل غږ په راډیو کې خپور کړي.
په شمال کې په بلخ کې یوې ښځینه خبریالې هم ادعا کړې چې ښځینه خبریالانې هم نه شي کولای د رسنیو په غونډو کې ګډون وکړي.
د تېر کال د نومبر پر ۲۲ د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لارښونه کې له ښځينه خبريالانو غوښتل شوي چې حجاب واغوندي.











