نهه نړیوال بنسټونه په ګډه افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې څاري

اېتلاف

د عکس سرچینه، Getty Images

د بښنې نړیوال سازمان د لومړي ځل لپاره افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د څار لپاره د نهو نړیوالو سازمانونو او بنسټونو یوه ډله جوړه کړې ده.

دغه ائتلاف به د دوی په وینا افغانستان کې "ناوړه بشري وضعیت" څاري، د بشري حقونو د خوندیتابه او د دې هڅه به کوي چې له دغو حقونو سرغړونکو سره حساب کتاب وشي.

د افغانستان د بشري حقونو دغه ائتلاف کې د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو مدافع بنسټ، د ازادۍ کور، فریډم نو، د بشري حقونو د څار اداره، مډرې (MADRE)، د ربړونې مخنیوي سازمان (OMCT) او د بشري حقونو نړیوال فدراسیون (FIDH) او د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو نړیوال لیګ (WILPF) شامل دي.

دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، "که څه هم په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې، خو دغه هېواد کې له بشري حقونو جدي سرغړونې دوام لري."

دوی تور پورې کړی د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په "ډراماتیک ډول" خراب شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: "طالبان د بشري حقونو پراخ سرغړونو ته دوام ورکوي، دې سرغړونو کې ناقانونه اعدامونه، جبري نادرکۍ، ربړونې، خپلسري توقیفونه، د ښځو او نجونو په حقونو سترګې پټول، سانسور، پر رسنیو بریدونه او د بشري حقونو د مدافعانو پر وړاندې سختدریځه چلند شامل دی."

طالبانو تر اوسه د بښنې نړیوال سازمان لخوا افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څارلو ته د دغه نوې جوړې شوې ډلې دې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې یې ورته تورونه رد کړې دي.

یاده دې وي چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې د بشري ناورین د هواري او په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره کورنیو او نړیوالو غوښتنو ته ځواب ووايي.