د بشري حقونو مخکښو فعالانو طالبان د تېرو شلو کالو د لاسته راوړنو په له منځه وړلو تورن کړي

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د بشري حقونو مخکښو ډلو طالبان له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړي او وايي له هغه مهال راهیسې چې طالبانو د افغانستان کنترول خپل کړی، د تېرو شلو کالو د لاسته راوړنو په له منځه وړلو یې لاس پورې کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان او دوو نورو سازمانونو په رپوټونو کې طالبان د ملکي وګړو او تسلیم شویو پوځیانو په وژلو، د بشري مرستو د لېږدولو په مخنیوي او په ځانګړې توګه د ښځو د ازادیو په محدودولو تورن کړي دي.

په دې رپوټونو کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوی چې د جرمونو په اړه شواهد ټول کړي.

طالبانو تر اوسه د بشري حقونو فعالانو د تازه څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې د طالبانو یوه ویاند احمدالله وثیق پژواک خبري آژانس ته د افغانستان بشري حقونو سازمان د هغې ادعا په هکله چې وايي، دفتر یې اشغال شوی او د کار اجازه نه ورکول کېږي وویل چې کسان یې د بشري حقونو د کمېسیون د ودانۍ ساتنې ته ورغلي او د دغه بنسټ کارکوونکي بېرته کارته ستنېدای شي.

له دې مخکې تېره اونۍ بشري حقونو د څار سازمان وویل، طالبانو افغانستان کې د تېرو څو میاشتو پوځي پرمختګونو پر مهال پنجشېر او ځینو نورو ولایتونو کې د بشر ضد او جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

د دې سازمان د اسیا برخې مشرې پټریسیا ګوسمن بي بي سي سره خبرو کې ویلي و، د عمومي بښنې او د غچ نه اخیستلو په تړاو د طالبانو ژمنې هېڅ معنا نه لري.

فعالان وايي، طالبانو افغانستان کې بشر ضد او جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، فعالان وايي، طالبانو افغانستان کې بشر ضد او جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

نوموړې دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې بي بي سي پنجشېر ولایت کې د طالبانو لخوا د صحرایي محاکمو او د بې وسلې کسانو د وژنې رپوټ خپور کړ.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هاغه مهال بي بي سي ته وويل چې د بشري حقونو د څار سازمان دغه راپور ردوي او وايي دوی بايد له نژدې سيمې ته ورشي او له حقايقو ځان خبر کړي.

طالبان وايي له هغو کسانو سره چې وسله يې پر ځمکه ايښې هېڅ کار نه لري.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشرې شهرزاد اکبر بیا پرون له بي بي سي سره خبرو کې پر طالبانو غږ وکړ چې د دغې ادارې خپلواکۍ او کارکوونکو ته دې درناوى وکړي او اجازه دې ورکړي چې دوى له کومې ويرې د بشري حقونو څار ته دوام ورکړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې وویل چې لا اوس هم د دې کمیسیون برخلیک نه دی معلوم خو که د بشري حقونو کمېسیون په اړه د طالبانو پرېکړه داسې وي چې د کمېسیون خپلواکي او د عمل توان محدوده کړي، دغه کمېسیون به په نړیواله کچه خپل ځای له لاسه ورکړي.