افغانستان کې د ښځو په مشرۍ کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د ښځو په مشرۍ کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګراف یا ډبلیو اېف پي یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان څه باندې ۲۳ میلیونه خلک بېړنیو مرسته ته اړتیا لري.

دغه اداره وايي نژدې ټولې هغه کورنۍ چې مشري يې د ښځو په غاړه ده، کافي خواړه نه شي‌ پیدا کولای.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې له ځینو ادارو نورې مېرمنې په کور کېنول شوې دي.

د ښځو په اړه د بي بي سي د ځانګړو رپوټونو په لړۍ کې کریمه نعیمي دې کتنه کوي چې اقتصادي کړکېچ په افغانستان کې په ځانګړي ډول د مېرمنو لپاره څومره سخت دی.