د هند پنځو ایالتونو کې پر ټاکنیزو غونډو بندیز وغځول شو

د عکس سرچینه، AFP
د هندوستان د ټاکنو کمېسیون په پنځو ایالتونو کې پر ټاکنیزو غونډو بندیز غځولی دی.
په پام کې ده چې په دې پنځو ایالتو کې راتلونکې میاشتې د ایالتي اسمبلیو لپاره ټاکنې وشي خو له د کورونا د مثبتو پېښو د ډېرېدو له امله اوس پر ټاکنیزو غونډو بندیز په کې غځول شوی دی.
د لګول شوي بندیز له مخې سیاسي ګوندونه نه شي کولای چې د جنورۍ میاشتې تر ۲۲ نیټې پورې ټاکنیزې غونډې ترسره کړي.
د انتخاباتو کمېسیون سیاسي ګوندونو ته یوازې په سرپټو ودانیو کې د ټاکنیزو غونډو د ترسره کولو اجازه ورکړې او ټینګار یې کړی چې باید په کې له ۳۰۰ نه ډېر کسان ګډون ونه کړي.
د هند ګڼ نفوسه ایالت اتراپردېش یو له هغو ایالتونو دی چې نوې اسمبلۍ په کې ټاکل کېږي.
په هندوستان کې دمګړۍ د کورونا وبا دریمه څپه خپره ده او په وروستیو اونیو کې د کورونا له اومېکرون بڼې سره د کوېډ-۱۹ مثبتې پېښې ډېرې شوې دي.
پرون په هندوستان کې په یوه ورځ کې څه باندې دوه سوه او اته شپته زره نوې مثبتې پېښې ثبت شوې او د شاخوا ۴۰۰ کسانو مړینه رپوټ شوه.
د هېواد په لویدیځ بنګال ایالت کې چارواکو د کورونا د مخنیوي په موخه یو لړ نوي اقدامات اعلان کړي چې له مخې یې یو محدود شمېر کسان په ودونو کې ګډون کولای شي.
دمګړۍ په هندوستان کې روغتونونو کې وضعیت ښه دی او هغسې ګڼه ګوڼه پکې نشته چې د کورونا وبا د دویمې څپې پرمهال وه خو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د کورونا مثبتو پېښو ته په کتو وضعیت ښايي بدل شي.
په هند کې د هغو کسانو شمېر چې د اومېکرون بڼې په ګډون په کورنا اخته کېږي د نور کله پرتله ۱۶ سلنه لوړ شوی دی.










