هند کې ټاکنيزې سيالۍ
له ۹ سوه ميليونو زياتو داسې خلکو سره چې د رايې ورکولو حق لري، د هند ټاکنې ډيموکراسۍ کې د نړۍ تر ټولو لوی فعاليت بلل کېږي. د رايې ورکولو دا اوږده لړۍ يوه اوونۍ کې پيلېږي، او له ټاکنو مخکې پړاو بحثونو کې بې شمېره مسئلې په تودې سيالۍ اوښتې دي. د بدلون لپاره د ښځو يون په نامه ډلې هم د هغه څه روښانولو لپاره فعاليت پيل کړی، چې دوی یې د ښځو پر وړاندې د اوسني حکومت کرکه بولي.