تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امنیت شورا افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د امریکا لخوا وړاندې شوی قرارداد تصویب کړ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشري مرستو په هکله د امریکا متحدو ایالتونو لخوا وړاندې شوی پرېکړه لیک په یوه خوله منلی دی.
دغه پرېکړه لیک له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره یو داسې میکانیزم چمتو کوي، چې طالبانو ته له دې مرستو ګټه و نه رسېږي.
په تصویب شوي پرېکړه لیک کې د افغانستان بشري بحران او په ځانګړې توګه د خوړو کمښت په ګډون د اندېښنۍ څرګندولو په ترڅ کې ویل شوي، له افغانستان سره بشري مرستې او هغه فعالیتونه چې د بشري مرستو لپاره هلته ترسره کېږي، د طالبانو پر مشرانو د لګول شویو بندیزونو سره په ټکر کې نه دي، چې ملګرو ملتونو ۲۰۱۵ کال کې د ۲۲۵۵ شمېره پرېکړه لیک له مخې لګولي وو.
په قرارداد کې د بشري مرستو او اړوند فعالیتونو لپاره د پانګې او توکو لېږد اجازه ورکړل شوې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر (یوناما) د دې پرېکړه لیک تصویبېدو هرکلی کړی دی. یوناما په یوه پیغام کې ویلي، دې سره به له میلیونونو اړمنو سره د مرستو زمینه برابره شي.
د یوناما په پیغام کې له ښکېلو اړخونو غوښتل شوي چې له دې وروسته ''د افغانانو د ملاتړ، اړتیاوو پوره کولو او حقونو لپاره چټګ ګامونه پورته کړي '' او ''د هغه اقتصادي بحران پراخېدو مخنیوی وکړي، چې ټولنه اغېزمنوي. ''
د یادونې ده، چې له دې مخکې پر دوشنبه روسیې او چین د امریکا له لوري د داسې یوې طرحې مسوده د ویټو حق له لارې رد کړې وه.
د فرانسې خبري اژانس د یوه دیپلومات له قوله ویلي و، چین او روسیې د مخکیني وړاندیز شوي پرېکړه لیک د یوې مادې لېرې کولو غوښتنه درلوده، چې له مخې به یې ''کنګل شویو شتمنیو ته په هر مورد کې د اړتیا له مخې د لاسرسي اجازه '' ورکول کېده.
له هغه وروسته نن دسمبر ۲۲ مه امریکا متحده ایالاتو د یوه بل پرېکړه لیک مسوده وړاندې کړه، چې له مخالفت پرته تصویب شو.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د تازه پرېکړه لیک تصویب هرکلی شوی دی.
د افغانستان استازولۍ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''د بشري مرستو رسول همدا اوس د افغانستان لپاره ډېره مهمه اړتیا ده. ''
په تصویب شوي پرېکړه لیک کې د بېړنیو مرستو له همغږي کوونکو غوښتنه شوې، چې د یاد پرېکړه لیک له تصویب هرو شپږو میاشتو وروسته باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په افغانستان کې د بشري مرستو په هکله بشپړ معلومات ورکړي او دا هم ورته ووايي، چې له دې مرستو یا پانګې داسې کسانو ته ګټه و نه رسېږي چې بندیزونه پرې لګېدلي دي.
په یاد پرېکړه لیک کې د نړیوالې ټولنې مرستو ستاینه شوې، چې د اګست له ۱۵ راهیسې یې کړې او له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې د دې مرستو همغږۍ کې رغنده رول ولوبوي.
په پرېکړه لیک کې دغه راز له ټولو اړخونو غوښتل شوي، چې د ښځو، ماشومانو او لږکیو په ګډون د ټولو بشري حقونو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
په پرېکړه لیک کې په ځانګړې توګه له ښکېلو اړخونو غوښتل شوي، چې د مرستندویه ادارو، افرادو او طبي کارکوونکو امنیت خوندیتوب ته پام وکړي او له جنسیتي تبعیض پرته د ملګرو ملتونو بشري مرستو ادارو کارکوونکو ته د فعالیت اجازه ورکړي.
په پرېکړه لیک کې د افغانستان سولې او ثبات په هکله د ملګرو ملتونو د رول پر اهمیت ټینګار شوی دی. په قرارداد کې ویل شوي، ملګري ملتونه د افغانستان خپلواکۍ، خاورې تمامیت او ملي وحدت ته ژمن دی.