مکسیکو کې د لارۍ اوښتو له کبله ۵۴ کسان وژل شوي، ګڼ شمېر ټپیان دي

د مکسیکو په سویل کې چارواکي وايي، د یوې لارۍ اوښتو پېښه کې لږ تر لږه ۵۴ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

ویل کېږي، دې لارې کې تر ۱۵۰ پورې خلکو سفر کاوه، چې په چیپاس سیمه کې له پېښې سره مخامخ شوه.

په خپرو شویو تصویرونو کې د انسانانو مړي لیدل کېږي، چې د اوښتې لارۍ په شاوخوا کې پراته دي او پر ځینو سپین څادرونه غوړول شوي دي.

دا په مسکیکو کې تر ټولو ناوړه ترافیکي پېښه بلل کېږي.

د رپوټونو له مخې ۴۹ کسان د پېښې ځای کې وژل شوي او پنځو نورو په روغتون کې ساه ورکړه.

د چیپاس والي روتیلیو اسکاندون وايي، پېښه کې ۱۰۵ کسان چې ۸۳ سړي او ۲۲ ښځې پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

مرستندویان وايي، د پېښې ښکار شویو کسانو کې د ښځو او نارینه وو تر څنګ ماشومان هم شامل دي.

که څه هم تر اوسه د اوښتې لارۍ د سپرلیو بشپړه پېژندګلوي نه ده په ډاګه شوې، خو چارواکی وايي، ډېر کسان د هنډوراس او ګواتېمالا اوسېدونکي دي.

رپوټونو کې ویل شوي، لارې په ډېر سرعت سفر کاوه، چې له یو کږلیچه د ګرځېدو پر مهال د پلي کسانو لپاره له یو چمتو شوي پل سره ټکر شوه او واوښته.

دغه لارۍ چیپاس مرکزي ښار ټکستلا ګوتیرز ښار ته پر لار وه، چې له پېښې سره مخامخ شوې.

چیپاس چې له ګواتېمالا سره پوله لري، د بې اسناده کډوالو د تګ راتګ مهم مرکز بلل کېږي.

په مرکزي امریکا کې هر کال له لوږې او ناامنیو تښتېدلي سلګونه زره کسان هڅه کوي، د مکسیکو له لارې امریکا ته ورسېږي. دې ډېری کسان چاقاقبرو ته پیسې ورکوي، چې ګڼ شمېر کسان په یوه خطرناکه لارۍ کې کېنوي او پر دې لارو یې بیايي.

د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ایم) د مکسیکو او امریکا تر منځ پوله د کډوالو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خونړۍ لار بولي.

د دې ادارې معلومات ښيي، یوازې سږ کال د دې لارې اوږدو کې ۶۵۰ کسان وژل شوي، چې د بل هر وخت پرتله لوړ شمېر دی.

ای او ایم مسوولینو په یوه اعلامیه کې ویلي، ځینې کسان ان دې پولې ته له رسېدو مخکې د خطرناکو لارو اوږدو کې ژوند بایلي، چې دوی سره یې شمېرې نه شته.