مصر کې تر خاورو لاندې ۴۵۰۰ کاله لرغونی معبد موندل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
مصر کې لرغونپوهان وايي، له لسیزو وروسته یې یوه بې ساري موندنه کې تر ځمکه لاندې د بې درکه معبدونو له ټولګې یو 'لمر معبد 'موندلی.
لرغونپوهان وايي، له هغو څلورو بې درکه لمر معبدونو یې یو موندلی چې فرعونانو د خپل ژوند پر مهال ودان کړي وو.
ماهرین وايي، فرعونانو دا معبدونه د هغو هڅو لړ کې چمتو کړي وو، چې غوښتل یې په تلپاتي ژوندي معبودانو بدل شي.
لرغونپان په دې باور دي، چې نژدې ۴۵۰۰ کاله مخکې فرعونانو د لمر په نامه یوازې شپږ معبدونه جوړ کړي وو.
له دې شپږ معبدونو تر اوسه یوازې دوه موندل شوي وو او د دریېم هغه موندنه د ماهرینو په وینا تېرو پنځوسو کلونو کې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه ده.
دا معبد د مصر پلازمېنې قاهرې سویل ته ابوغراب سیمه کې موقعیت لري.
ماهرین وايي، په معبد پورې یوه پراخ انګړ کې به یو دنګ - لوړ څلی ولاړ و، چې له ختیځه تر لوېدیځه به د لمر سترګې ته مخامخ و.
په داسې حال کې چې له مرګه وروسته د معبود په توګه د فرعونانو لنانځنې په موخه ستر اهرام ودان شوي وو، د لمر معبدونه د دې لپاره چمتو کېدل چې فراعنه واکمن په ژوند هم د معبود په توګه ولمانځل شي.
د ماهرینو په اند د دې ډول معبدونو هدف له اسانې او ارزانې لارې د یوه فرعون معبودیت په هکله ډاډ ترلاسه کول و.








