تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا له کاناډا او مکسیکو نه ورتلونکو کسانو پرمخ خپلې پولې نومبر کې پرانیزي
امریکا ویلي د نومبر میاشتې نه به خپلې پولې له مکسیکو او کاناډا نه د ورتلونکو هغو کسانو پرمخ پرانیزي چې د کورونا ضد بشپړ واکسین شوي وي.
د امریکا د کورني امنیت د ادارې له خوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې غیر ضروري سفرونو ته به د ځمکې او اوبو له لارې اجازه ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ کال جنورۍ میاشتې نه به امریکا ته ورتلونکي کسان اړ وي چې د کوېډ-۱۹ پرضد د بشپړ واکسین کېدو شواهد امریکا ته په رسېدو وړاندې کړي.
امریکا په تېر مارچ میاشت کې له کاناډا او مکسیکو نه امریکا ته پر سفر کولو محدودیت د کورونا وبا له امله لګولی و.
خو په دې وروستیو کې د ولسمشر جوبایډن ادارې ویلي و چې د نومبر میاشتې نه به امریکا ته د سفر کولو محدودیتونه نرم کړای شي.
د اوسنیو شرایطو له مخې هغه کسان چې د امریکا تابعیت نه لري او ۱۴ ورځو کې دننه یې بریتانیا، چین، هندوستان، سویلي افریقا، ایران، برازیل او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته یې سفر کړی وي نه شي کولای چې امریکا ته لاړ شي.
د امریکا د کورني امنیت په اعلامیې کې د یوه چارواکي قوله راغلي چې ''دوی خوښ دي چې امریکا ته پر سفر کولو محدودیت نرموي او بېرته په خوندي ډول د سفرونو لړۍ پیلوي. ''
خو په اعلامیې کې دا نه دي ویل شوي چې له مکسیکو او کاناډا نه امریکا ته پر سفر کولو محدودیت به د نومبر له کومې نیټې نه د بشبړو واکسین شویو وګړو لپاره لري کړای شي.
تېره اونۍ امریکا کې د ناروغیو د مخنیوي او کنترول ادارې ویلي وو ټول هغه کسان چې امریکا ته سفر کوي باید داسې واکسین یې کړی وي چې د روغتیا نړیوال سازمان او امریکا د خوړو او درملو د ادارې ایف ډي اې له خوا تایید شوي وي.
اوس مهال امریکا جانسن اینډ جانسن، فایزر او مډرونا واکسینونونه تایید کړي خو د روغتیا نړیوال سازمان بیا د اکسفورډ اسټرازینکا، سینوفارم او سینوېک واکسینونونه هم تایید کړي دي.
د یادونې ده چې د کورونا وبا له پیل راهیسې په امریکا کې څه باندې ۴۲ میلیونه وګړي په کورونا اخته شوي او ۶۷۰ زره کسان ترې مړه شوي دي.