نیپال کې د بس اوښتو پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي

نیپال

د عکس سرچینه، RSS

نیپال کې پولیس وايي، د هېواد شمال لوېدیځ کې د یوه بس اوښتو یوه پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، دغه بس په موګو سیمه کې سفر کاوه، چې د سې شنبې پر ماسپښین ناڅاپه له لارې ووت او پړمخه واوښت.

تر اوسه د دې پېښې د لامل په هکله څه نه دي ویل شوي، خو د ځايي رسنیو په ځینې رپوټونو کې ویل شوي، ښايي د بس بریک له کاره لوېدلي وو، چې له کبله یې پېښه رامنځته شوې.

په نېپال کې د موټرو پېښې بې مخینې نه دي او لاملونه یې هم کنډ کپر لویې لارې او د موټر نامناسبه ساتنه بلل کېږي.

د ځايي رسنیو په تصویرونو کې لېدل کېږي، چې اوښتی بس د یوې غونډۍ پاې ته پړمخ پروت دی.

ځايي پولیس وايي، مرستندویان د پېښې ځای ته استول شوي دي او په دې هکله یې پلټنه پیل کړې ده.

پولیس زیاتوي داسې ګومان کېږي، چې دغه بس کې سفر کوونکي ډېری کسان د داشین نومي مذهبي مراسمو ګډونوال وو چې بېرته کورونو ته ستنېدل.

دغه مراسم په نیپال او هند کې په پراخه کچه لمانځل کېږي.