تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جرمني ټاکنې: سوسیال دیموکرات ګوند د انګلا مرکل ګوند مقابل کې د بریا ادعا کوي
د جرمني د پارلماني ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې سوسیال دیموکرات ګوند په لږ توپیر بریالی شوی او د مخکنۍ صدراعظمې وزیرې انګلا مرکل د ګوند له ۱۶ کلنه واکمني پای ته ورسېده.
د ایس پي ډي ګوند مشر اولاف شولز وايي، د نوي حکومت تشکیل لپاره څرګند اکثریت لري، خو محافظه کار سیال یې ارمین لاشیت وايي، سیالۍ ته ژمن دی.
دواړو ګوندونو مخکې تر کلونو پورې ګډ حکومت کړی. خو ښاغلی شولز وايي، اوس له شین او لبرال ګوندونو سره د نوي اتحاد وخت راغلی دی.
د ټاکنو لومړنۍ پایلې د نوموړي ګوند ته د محافظه کار ګوند مقابل کې په لږ توپیر بریا ورکوي. محافظ کار ګوند بیا په دې ټاکنو کې د خپل تاریخ اوږدو کې د جرمنیانو تر ټولو لږ ملاتړ تر لاسه کړی دی.
د دې پایلو له مخې سوسیال دیموکرات ګوند ۲۵.۷ سلنه او حاکم دودپال ګوند ۲۴.۱ سلنه رایې تر لاسه کړي دي.
شین ګوند بیا د خپلې سیاسي مبارزې په تاریخ کې په پرونیو ټاکنو کې تر ټولو ډېرې رایې تر لاسه کړي او د ۱۴.۸ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره دریم ځای لري.
سوسیال دیموګرات ګوند چې منځ لاری ګوند بلل کیږي لوی اکثریت نه دی تر لاسه کړی نو اړ دی چې له نورو ګوندونو سره ګډ حکومت رامنځته کړي.
د دې ګوند مشر اولاف شولز پرون ( یکشنبه ۲۷ سپتمبر) وینا کې له رایه ورکوونکو وغوښتل چې بدلون راولي او صدراعظمه انګلا مرکل له ۱۶ کاله واکمنۍ وروسته له واک لرې کړي.
د مېرمن مرکل د ګوند اوسني مشر او نوماند اغمین لاشت ومنله چې د دې ګوند د پلویانو په شمېر کې تاریخي کموالی راغلی.
که څه هم شین ګوند په لومړي ځل پرونیو ټاکنو کې لویه بریا تر لاسه کړې خو نه شي کولی چې د لومړي وزیر څوکۍ د خپلولو ادعا وکړي. دا ګوند هم لکه د ازاد دیموکرات ګوند په څېر د ازاد بازار ملاتړی دی او شونې ده چې د حکومت په جوړولو کې ونډه ولري.
د انګلا مرکل په مشرۍ به اوسنی حکومت د نوي حکومت تر جوړېدو واکمن وي ، شونې د دې ګوند واکمني د روان ۲۰۲۱ کال تر پایه دوام وکړي.
ويل کېږي چې د ټاکنو پر ورځ د خلکو ګډون کم و خو راپورونه ښيي چې د پوستې له لارې د رايه اچوونکو شمېر بیا ډېر زيات و.
نه اټکلېدونکې پایلې
په جرمني کې له ۶۰ میلیونو نه ډېر کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي او د دې ټاکنو ګټونکی به د اروپا د پیاوړي اقتصاد مشري هم په غاړه ولري.
مرکل د انتخاباتي مبارزې په وروستیو ۴۸ ساعتونو کې به بیا بیا دا خبره وکړه چې: ''دا ډېره مهمه ده چې قدرت د چا په لاس کې دی. ''
د هغې پیغام دا وو چې جرمني ثبات ته اړتیا لري او د جرمني ځوانان راتلونکي ته او اغمین لاشیت هغه څوک دی چې کولای شي دغه څه ترلاسه کړي.
د رایې ورکولو په دویم پړاو کې که څه هم د ریکاډ په کچه خلکو خپلې رایې وکارولې څه باندې دریمه برخه رایې اچوونکي باوري نه وو چې چاته رایه ورکړي.
له څو میاشتو راهیسې نظر پوښتنو ښودله چې کله یو کاندید او کله بل کاندید تر نورو مخکې دی.
یو مهال نظر پوښتنو ښودله چې زرغون ګوند تر نورو مخکې دی خو بیا وروسته د اولاف شولز په مشرۍ د سوسیال دیموکراتانو ګوند تر نورو مخکې شو.