تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سي ای مشر ویلیم برنز پاکستان ته رسېدلي، د افغانستان پر موضوع یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
پاکستاني پوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د ایس ای له مشر جنرال فیض حمید سره د سي ای اې مشر ویلیم برنز ملاقات کړی دی.
په دې اعلاميې کې ویل شوي د دواړو لوریو ترمنځ دې ملاقات کې پر دوه اړخیزه اړیکو سربېره د سیمې او افغانستان په هکله هم خبري شوې دي.
دغه اعلامیه زیاتوي، د پاکستاني پوځ د لوی درستیز او سي اي اې د مشر لیدنه کې د ای ایس ای مشر هم موجود وو، چې وايي، امریکا د افغانستان پر روان وضعیت کې د پاکستاني رول ستاینه وکړه.
تردې وړاندې د پاکستان د استخباراتي شبکې ای ایس ای مشر جنرال فیض حمید تېره اونۍ کابل ته تللی وو، چې د پاکستاني چارواکو په خبره هملته يې یوه شپه او دوې ورځې تېرې کړې وې.
کابل ته د ښاغلي فیض تر سفر وړاندې ځينو رسنیو دا خبر هم ورکړی وو، چې د سي ای اې مشر ویلیم برنز هم کابل ته سفر کړی، خو په رسمي توګه هم طالبانو او نه هم امریکا د دغه سفر په هکله څه ویلي.
بلې خواته بیا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د روان کال په جون میاشت کې په یوه خبر کې ادعا کړې، چې د سي ای اې مشر ویلیم برنز پاکستان ته پټ سفر کړی او ددغه هیواد د پوځ له لوی درستیز سره يې ملاقات کړی وو.
دې ورځپاڼې په دې خبر کې ویلي وو، چې د سي ای اې مشر د پاکستان دغه سفر ددې لپاره کړی وو، چې له یاد هېواده د ډرون بریدونو لپاره ځمکنۍ اډې وغواړي، خو وايي، پاکستان يې دغه خواست رد کړ.
له دې سره بیا د قطر د لومړي وزیر مرستیال شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د پاکستان په سفر پلازمېنې اسلام اباد ته راغلی، چې نن ماښام به ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قرېشي سره ملاقات کوي، او ټاکل شوې چې دواړه به بیا یوې ګډې خبري غونډې ته هم وینا وکړي.
تردې وړاندې تېره اونۍ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د قطر له امیر شیح تمیم بن حماد ال ثاني سره ټيليفوني خبرې هم کړې وې.
هغه وخت پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې دواړو لوریو له خپلو هېوادونو سره سره پر سیمه ييزه حالاتو هم خبري کړې وې.