تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا دفاع وزیر: له کابل هوايي ډګره د خلکو ایستلو عملیاتو بشپړېدو ته' یوازې څو ساعتونه' پاتې دي
د بریتانیا دفاع وزیر بین والاک وايي، د کابل له هوايي ډګره د خلکو ایستلو لړ کې د دوی ماموریت 'څو ساعتونو کې' پای ته رسېدونکی دی.
ښاغلي والاک سکای نیوز خبري شبکې ته وویل:
''د واقعیت تریخ اړه دا دی چې ټول کسان به و نه توانېږي چې ووځي.''
د نوموړي په وینا له دې وروسته نور خلک هوايي ډګر ته نه بلل کېږي او بریتانویانو بارون هوټل تړلی چې بریتانیا ته تلونکي کسان پکې ساتل کېدل.
ښاغلی والاک وايي، د هغو نژدې ۱۰۰۰ کسانو د سفري اسنادو چمتو کولو چارې بشپړې شوې دي، چې د جمعې پر ورځ به له کابل هوايي ډګره بهر ته ولېږدول شي او له دې وروسته به بریتانوي پوځیان ووځي.
نوموړي زیاتوي داسې حال کې چې له کابل هوايي ډګره د بهرنیو ځواکونو وتلو وروستۍ نېټه رانژدې کېږي، د هوايي ډګر په شاوخوا کې د نورو بریدونو خطر هم په زیاتېدو دی.
نوموړی وايي:
''د داعش په څېر ډلې به تل یوه دعوه کوي چې ګواکې دوی امریکایان یا بریتانویان وشړل.''
له دې مخکې د بریتانیا دفاع وزارت وویل، ځواکونه یې له کابل هوايي ډګره د خلکو ایستلو عملیاتو وروستي پړاو ته نژدې کېږي.
د وزارت مسوولینو په وینا د دوی تمرکز پر بریتانویانو او هغو نورو کسانو وي، چې له مخکې سفر ته چمتو منتظر دي او نور خلک به هوايي ډګر ته نه بلل کېږي.
د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن وايي، د کابل هوايي ډګر له برید سره سره به یې هېواد له کابله د خلکو ایستلو عملیات روان وساتي.
د پنجشنبې پر ورځ له یوې بېړنۍ غونډې وروسته نوموړي وویل، تر وروستۍ شېبې به د خلکو ایستلو لپاره فعالیت روان وي. خو نوموړي زیاته کړه، ښايي د دې چارې بشپړولو لپاره وخت لږ پاتې دی، ښايي شپږ ساعته نور شته.
د بریتانیا دفاع وزارت چارواکي وايي، چاودنو کې بریتانوي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.