د ایتوپیا لومړي وزیر ابي احمد د دغه هېواد ټاکنې وګټلې

ابي احمد پر ټویټر د دې ټاکنو پایلې (تاریخي) بللې دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ابي احمد پر ټویټر د دې ټاکنو پایلې (تاریخي) بللې دي

د ایتیوپیا د ټاکنو کمېسیون د شنبې په ورځ وویل د دغه هېواد لومړی وزیر ابي احمد د رایو په اکثریت د دغه هېواد د ټاکنو ګټونکی دی.

د ټاکنو کمېسیون وویل د ابي احمد د "پرمختګ ګوند" د پارلمان له ۴۳۶ څوکیو ۴۱۰ ګټلې دي. په همدې ترتیب هغه د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره لومړی وزیر کېږي.

د امنیتي او لوجستیکي ستونزو له امله د دغه هېواد د پنځمې برخې معادل سیمو کې ټاکنې تر سره نه شوې. ټاکل شوې په دغو سیمو کې رایه اچونه د سیپتمبر په شپږمه تر سره شي.

همداراز په تیګرای سیمه کې هم د دولت د مخالفینو او مرکزي دولت ترمنځ د سختو نښتو له امله ټاکنې و نه شوې. تر اوسه په تیګرای کې د ټاکنو د تر سره کېدو نېټه نه ده اعلان شوې.

ښاغلی ابي چې د نوبل د سولې جایزې ګټونکی هم دی، په ټویټر خپاره شوي یو بیان کې دغه ټاکنې د "ټول شمولۍ له اړخه بې سارې" وبللې.

ټاکل شوې چې نوی دولت به په اکتوبر میاشت کې جوړ شي، له دې سره د ټاکنو د کره والي په اړه هم اندېښنې موجودې دي.

مخالفو ګوندونو نیوکه درلوده چې د دولت د هغوی د غړو په خپلو سره د ټاکنو لپاره د هغوی پروګرامونه ګډوډ کړي دي.

برهانو نګا وویل چې د " د ټولنیز عدالت پلوي وګړي" په نامه ګوند د د رایو اچونې مرکزونو ته د هغوی د څارونکو له ور ننوتلو څخه په مخنیوي کې د چارواکو او امنیتي ځواکونو د اقدام له امله له ۲۰۰ ډيرې نیوکې ثبت کړې دي.

د ایتوپیا د بشري حقونو کمیسون (ای اچ ار سي) چې د دغه هېواد په دولت پورې تړلی دی ویلي چې په هغو سیمو کې چې د دوی تر څارنې لاندې دي "د بشري حقونو د سرغړونې په اړه یې جدي پېښې" نه دي لیدلې.

له دې سره دغه کمیسون په لومړني راپور کې وویل چې د رایې اچونې په ځینو مرکزونو کې د څارونکو او خبریالانو "نامناسبې نیونې"، "ډار"، او "ځورونې" رامنځ ته شوې دي.

دغې ادارې همداراز وویل چې په ارورمیا سیمه کې د رایې اچونې ورځې ته په نږدې ورځو کې د قتل څو پېښې رامنځ ته شوې دي.

اروپايي ټولنې په مې میاشت کې ایتوپیا تورنه کړه چې د ټاکنو د خپلواکۍ په تضمین کې بریالۍ شوې نه ده.

ابي احمد لومړی په ۲۰۱۸ کال کې واک ته ورسېد او له هغه وروسته دا د نوموړي لومړنۍ ټاکنیزه ازموینه وه.

هغه له فساد سره مبارزه وکړه، سیاسي بندیان یې خوشي کړل، ډېر شمېر ښځې یې په کابینه کې وګمارلې او له ګاونډي هېواد اریتریا سره یې د سولې تړون لاسلیک کړی دی. دغو دواړو هېوادونو له ۱۹۹۸ تر ۲۰۰۰ کال پورې په پولو کې نښتې درلودې چې له امله یې په لسګونو زره کسان ووژل شول.

په پام کې ده چې نورو سیمو کې ټاکنې راتلونکې سپټمبر میاشت کې وشي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په پام کې ده چې نورو سیمو کې ټاکنې راتلونکې سپټمبر میاشت کې وشي

هغه د ۲۰۱۹ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکی شو خو یو کال وروسته یې په خپل هېواد کې د تیګرای ولایت پر وړاندې نظامي عملیات پيل کړل تر څو د هغه ځای حاکم ګوند چې "د تیګرای د خلکو د آزادي غوښتونکې جبهې" (ټي پي اېل اېف) په نامه یادېږي له هغه ځایه وشړي چې له اقدام وروسته دغه ډله د پوځ د اډې تر اشغال لاندې وه.

ښاغلي ابي احمد دغه اقدام د خپل ځان د له منځه وړلو لپآره هڅه وګڼله.

په تیګرای کې جګړو زرګونه کسان ووژل او د پراخې وچکالۍ او لوږې سبب شوې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړ پروګرام د شنبې په ورځ له دوو اونیو وروسته تیګرای ته د خوراکي توکو لیږد پیل کړ. د دغې جګړې دواړو خواوو یو بل د خلکو د اړتیا وړ توکو د لېږد پر وړاندې د لارو په تړلو تورنولې.