تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان په روان وضعیت د پاکستان د پارلماني کومېټۍ غونډه وشوه
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پاکستان پارلمان ته د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو له لوري د افغانستان پر روان وضعیت معلومات ورکړل شوي او د سیاستوالو پوښتنې يې ځواب کړې دي.
دغه غونډه چې ځايي مهال ماسپښین په درې بجو پیل شوه د شپې تر ناوخته يې دوام درلود، چې د پارلمان غړیو، حکومتي وزیرانو، د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د پوځ ویاند په کې ګډون کړی و.
که څه هم دغه غونډه د بندو دروازو تر شا وه او رسنیو ته يې د پوښښ اجازه نه وه، خو د دې غونډې ځينې ګډونوالو بي بي سي ته ویلي، د افغانستان پر روان وضعیت، هند او کشمیر باندې د ای ایس ای مشر جنرال فیض پارلمان ته معلومات ورکړل او د ځينو سیاستوالو پوښتنې يې هم ځواب کړې.
د ځينو ګډونوالو په خبره په دې غونډه کې د استخباراتو مشر جنرال فیض ګډونوالو ته وویل، چې دوی په افغان سولې بهیر کې له زړه رول لوبولی او خاوره به يې د افغانستان پر ضد استعمال نه شي.
که څه هم په دغه غونډه کې د دې هېواد سیاسي او پوځي مشرتابه ګډون درلود، خو لومړی وزیر عمران خان په کې نه و. تر دې غونډې وړاندې ویل شوي وو، چې په یاده غونډه کې به ښاغلی خان هم ګډون کوي.
ځينو ځايي رسنیو د پاکستان د ملي اسمبلۍ د مشر اسد قیصر له خولې لیکلي، چې لومړی وزیر عمران خان ځکه غونډه کې نه و، چې د اپوزیسيون سیاستوال له دې غونډې بايکاټ ونه کړي.
تردې غونډې وروسته له رسنيو سره خبرو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وویل، ټولو سیاسي ګوندونو په روانو حالاتو کې د پوځ ننګه کړې او ټول يې ملاتړ کوي.
ښاغلي شید زیاته کړه "زما په فکر پر قومي سلامتۍ ټول اپوزیسيون او حکومتي ګوندونه سره یو دي. ټولو سیاسي ګوندونو وویل، چې دوی د ملکي سلامتۍ لپاره له پوځ سره ولاړ دي".
د پاکستان امنيتي چارواکو او پارلمان د کومېټې تر منځ دغه ناسته په داسې حال کې کېږي چې بهرني ځواکونه له افغانستان په وتو او په دې وروستيو کې په دغه هېواد کې جګړې زور اخيستی دی.د پاکستان پارلمان ته د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو له لوري د افغانستان پر روان وضعیت معلومات ورکړل شوي او د سیاستوالو پوښتنې يې ځواب کړې دي.