امریکایي پوځ د جاپان پخواني لومړي وزیر ایرې سمندر ته غورځولې وې

توجو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هیدیکي توجو ۰کیڼ لور ته) له نړیوالې جګړې وروسته د جنګي جرمونو په تور محاکمه او اعدام شو

یو شمېر تازه افشا شوي امریکايي اسناد ښيي چې امریکا د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جاپان لومړي وزیر ایرې د هغه له اعدامولو وروسته پر ارام سمندر شیندلې وې.

د جاپان لومړی وزیز هیدیکو توجو له هغو کسانو یو و، چې د امریکا پر پرل هاربر یې ۱۹۴۱ کال کې د برید امر کړی و.

امریکایي چارواکو سره اندېښنه وه چې له اعدام وروسته مینه وال به یې د مړي موندلو هڅه وکړي او د شهید په توګه به یې لمانځي.

۱۹۴۸ کال د جنګي جرمونو په تور له اعدام وروسته د هیدیکو توجو او شپږو نورو کسانو مړي سوځول شوي وو او له یوې امریکایۍ الوتکې یې ایرې سمندر ته غورځول شوې وې.

د توکیو نیهون پوهنتون جاپاني استاد هیرواکي تاکازاوا اوس د دې پېښې اړوند اسناد د واشنګټن په ملي ارشیف کې موندلي چې نور د پټ راز په توګه نه ساتل کېږي.

په یوه سند کې چې د ۱۹۴۸ کال د دسمبر پر ۲۳ مه کښل شوی د امریکايي پوځ یوه جګړن لوتهر فریرسن لیکلي: ''زه تاییدوم چې ما مړي تر لاسه کړل، د سوځولو چارې مې شخصاً وڅارلې او له لیژن پوځي الوتکې مې په خپل لاس د جنګي مجرمانو ایرې سمندر ته وغورځولې. ''

په سند کې یاده شوې نېټه هماغه ورځ ده چې لومړی وزیر توجو او شپږ نور کسان اعدام شوي وو. د سند په پای کې د توجو په ګډون د نورو اعدام شویو کسانو نومونه لیکل شوي دي.

توجو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هیدیکي توجو د جاپان شاهي پوځ کې یو جنرال و، چې وروسته یې له ۱۹۴۱ تر ۱۹۴۴ پورې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه.

جګړن فریرسن په یاد سند کې په تفصیل سره لیکلي چې شخصاً یې د اعدام، مړو سوځولو چارې وڅارلې او بیا یې په ارام سمندر کې له یوکوهاما نژدې ۴۸ کیلومتره لېرې د مړو ایرې په خپل لاس سمندر کې وشېندلې.

خو سره له دې چې دغه کسان خښ شوي نه دي، د جاپان په ناندریز یاسوکوني نومې مزار کې یې یادګار پاتې دی.

هلته د د شینتو په نامه یادګار د هغو دوه نیم میلیونه جاپانیانو په نامه ځانګړی شوی چې په ۱۸۶۹ کې له تاسیس وروسته د خپل هېواد لپاره وژل شوي دي.

دې کسانو کې توجو او شپږ نور کسان هم شامل دي چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا لخوا د جنګي جرمونو په تور اعدام شوي وو.

هیدیکي توجو د جاپان شاهي پوځ کې یو جنرال و، چې وروسته یې له ۱۹۴۱ تر ۱۹۴۴ پورې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه. نوموړی پر اروپايي او امریکايي ځواکونو د بریدونو پلوی و.

د لومړي وزیر په توګه یې پر پرل هاربر د خپل پوځ د برید چارې سمبالولې چې همدا پېښه دویمې نړیوالې جګړې ته د امریکا متحدو ایالتونو د داخلېدو لامل شوه.