عاج ساحل څنګه د ککو دانې د برېښنا تولید کې کاروي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د عاج ساحل- چې په نړۍ کې د ککو دانو د تولید تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی، د خپل محصول لپاره یو نوښت کړی، چې له مخې یې میلیونونو کورونو ته د برېښنا اسانتیاوې برابرېدلی شي.
د افریقا په لوېدیځ کې دغه هېواد په ګرده نړۍ کې ۴۰ سلنه ککو تولیدوي.
د ککو دانې د دې هېواد بهر تر ټولو لوی صادراتي توکی دی، چې په کرلو، چمتو کولو او صادرولو کې یې تر ۶ میلیون ډېر وګړي په کار بوخت دي.
دا چې د ککو دانې د نړۍ میلیونونو انسانانو ته رسېږي، د دې دانې یوه لویه برخه په عاج ساحل کې د انرژۍ (برېښنا) د تولید وسیله ګرځي.
د ککو دانې او پاتې شوني د نوېدونکې انرژۍ لپاره کارېږي. تر ځینو بریالیو ازموینو وروسته، د دې هېواد چارواکو د انرژۍ د تولید د یوې برخې جوړولو د پروژې عملي کولو لپاره مټې رانغښتې دي.
د عاج ساحل په دیفو ښار کې -چې تر ټولو ډېر ککو کرل کېږي، د برېښنا دا پروژه عملي کېږي.
د دې پروژې په اوږدو کې د ککو بوټي پاتې شوني د برېښنا د توربینونو او برېښنا د تولید لپاره کارېږي، چې کټ مټ د برېښنا د تولید فابریکې ته ورته کار دی.
د (سوسایټي ده انرژي نوویل) شرکت مشر یابي اوګو وايي، دا پروژه د کابو ۱٫۷ میلیون کسانو د برېښنا اړتیاوې پوره کولی شي.
دا شرکت د نویېدونکې برېښنا په اجرا کولو کې د امریکا د پراختیا او سوداګرۍ له ادارې سره مرسته کوي، چې په پام کې ده د ۲۰۲۳ کال تر پیلېدو پورې بشپړه شي.
د ککو پیاوړتیا

د عکس سرچینه، Getty Images
په دیفو کې د انرژۍ د تولید برخه په لوېدیځه افریقا کې د خپل ډول لومړنۍ هغه ده، چې د اوګو په وینا پیاوړتیا یې په کال ۴۶ تر ۷۰ مېګاواټه برېښنا ته رسېږي.
اوسمهال د عاج ساحل تر ډېره د انرژۍ برخه کې د سونتوکو له لارې نوېدونکې برېښنا کاروي.
په دیفو کې د نوېدونکې انرژۍ دا پروژه به ۱۳۱ میلیارد فرنک (۲۴۴ میلیون ډالره) لګښت ولري.
په پام کې ده چې د ککو له دانو د برېښنا رامنځ ته کولو پروژې فرعي برخې په ټول عاج ساحل کې عملي شي.
له دې پروژې به د عاج ساحل هغهکابو ۶۰۰ زره بزګران هم ګټه اخلي چې د ککو دانو کروندې لري.
په دوی کې یوه بزګره فراسیا ده، چې په دیفو کې د ککو کروندو مشري کوي.
دا مېرمن څو کاله کېږي چې د ککو له کرلو د لاس اخیستو په فکر کې ده او غواړي چې د ربړ د ونو کرلو کاروبار پیل کړي.
په تېرو څو کلونو کې نورو بزګرانو هم د ککو له کرلو لاس اخیستی او پر ځای یې د ربړ ونو او د کیلو کرلو ته مخه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
فراسیا وايي: "ککو مې وکرل او په برکت مې یې خپل ماشومان لوستي کړل، خو ګټه یې ډېره کمه وه. ډېر عایدات مو نه شوای ترلاسه کولی."
دا وايي، د ککو له دانو په ګټه اخیستو د برېښنا پروژې پیلېدو به یې عایدات ډېر شي او بېرته به ککو کرلو ته مخه کړي.
د فراسیا مېړه ۱۸ کاله مخکې مړ شوی او اوس غواړي د خپلو څلورو لمسیانو د تعلیم لپاره مالي ملاتړ ومومي.
د عاج ساحل حکومت د ککو له کروندګرو سره د مرستې یوه ټولنه هم جوړه کړې ده، چې پور ورکړي او ککو ذخیره کړي او په دې سره دوی د خپلو کورنیو عواید ډېر او لګښتونه په ډاډه زړه پوره کړي.
د (پاور شیفټ افریکا) شرکت بنسټګر محمد ادو، چې اصلي دفتر یې په نایروبي کې دی او د افریقا په ډېری برخو کې د برېښنايي پروژو په تړاو حکومتونو ته مشورې ورکوي، وايي "د ککو د دانو بریالي کارېدل نه یوازې د دې لامل کېږي چې ټول خلک به برېښنا ولري، بلکې د ککو د تولید اهمیت به هم ورسره ډېر او د خلکو اقتصادي کچه به ورسره لوړه شي. د کار نوي فرصتونه به پیدا شي".










