اسراییل کې د مذهبي مراسمو پر مهال ټېل ماټېل کې ۴۴ کسان ووژل شول

له اسراییل رپوټونه وايي، د دغه هېواد شمال ختیځ ته مذهبي مراسمو کې د بیروبار له امله لسګونه کسان ووژل شول.

د اسراییل بېړنیو خدمتونو اداره دا خبر تاییدوي او زیاتوي، لسګونه نور ټپیان شوي هم دي، خو د وژل شویو کره شمېر نه ښيي.

د اسراییل هاارتص ورځپاڼه لیکي لږ تر لږه ۴۴ کسان وژل شوي او د بېړنیو خدمتونو اداره د پېښې له ځای ټپیان باسي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا پېښه "سخت ناورین" بللی او ویلي یې دي، د ټپيانو لپاره دوعا کوي.

ویډیووې ښيي چې زرګونه کسان له سخت بیروبار د وتلو هڅه کوي.

د اسراییل د بېړنیو خدمتونو اداره ټوېټ کې زیاتوي: "د لسګونو ټپیانو د ژغورلو هڅې کوي او تر هغه به ارام نه شي چې وروستی ټپي یې هم له پېښې لېږدولی نه وي.

پېښه څنګه وشوه؟

"لومړنیو رپوټونو ویل چې دې ځای کې ودانۍ غورځېدلې ده، خو د بېړنو خدمتونو ادارې وویل، دا پښه د بیروبار له امله شوې ده.

پولیسو کې خبرو سرچینو هاارتص ته ویلي، پېښه هغه مهال وشوه چې ځینې ګډونوال د ځینې اړکیو کې وښویېدل او دې سره لسګونه نور کسان وغورځېدل.

یوه کس دې ورځپاڼې ته ویلي، "د سترګو رپ کې دا هرڅه وشول، خلک همداسې پر ځمکه غورځېدل او یو بل یې تر پښو لاندې کول. "

د پنجشنبې په ورځ لسګونه زره یهودیان د لاګ بعومر کلنیو مراسمو کې د ګډون لپاره مرون غره ته لاړل.

تر یو لک کسان

د اسراییل ټایمز رپوټ وايي، د دې مېلې جوړوونکي اټکلوي چې پنجشنبه یو لک کسان دې ښار ته لاړل او نور به هم د جمعې په ورځ ور شي.

د دویمې پېړۍ د حکیم خاخام شیمون بار یوکای مزار دغه ښار کې دی او یهودیت کې یو تر ټولو سپېڅلی ځای بلل کېږي.

دا په اسراییل کې د کورونا وبا تر خپرېدو راهیسې تر ټولو لوی مراسم دي.

دا جشن تېر کال لغوه شو، خو اسراییل کې د تېرو میاشتو د واکسین بریالیو عملیاتو سره ډېر محدودیتونه لرې شول.

چارواکي وايي، په مرون کې یې د وګړو کنټرولولو هڅه وکړه، خو وروسته د جشن ځای کې د کورونا د محدودیتونو په پلي کولو کې پاتې راغلل.