کوروناوېروس؛ د اکسیجن لږوالي له کبله هندي روغتونونه د خدماتو له وړاندې کولو ناتوانه دي

پر درېیمه پرلپسې ورځ د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر له ډېرېدو او له همدې کبله د مړینې کچې له لوړېدو وروسته د هندي روغتونونو مسوولین وايي، ناروغان یې د مصنوعي تنفس لپاره د اړین اکسیجن کمښت له کبله مړه کېږي.

تېرو دریو ورځو کې دغه هېواد کې د کوویډ - ۱۹ نژدې یو میلیون نویو ناروغانو نومونه ثبت شوي دي چې یوازې د شنبې پر شپه ۳۴۶۷۸۶ نوي ناروغان ثبت شوي دي. د پلازمېنې ډیلي جېپور ګولډن روغتون کې یو مسوول کس وايي، په یوه شپه کې ۲۰ ناروغان د اکسیجن کمښت له کبله مړه شوي دي.

هند حکومت وايي، هوايي ځواک او ریل ګاډي ادارو ته یې د اکسیجن رسولو امر کړی.

په هند کې په یوه شپه او ورځ کې د کورونا وېروس د څه باندې ۳۳۲ زره کسانو په اخته کېدو یوځل بیا ریکارډ جوړ کړی او په دې هېواد کې روغتیايي سیستم ناروغانو ته په درملنه پسې نه شي رسېدلی او د څو ګړیو لپاره د هغوی لومړني روغتیايي خدمات درول شوي وو.

تېره ورځ هم د ډیلي په ۷ روغتونونو کې د اکسیجن نشتوالی د خبرونو د سر ټکی ګرځېدلی و.

د مړو شویو کسانو د جسدونو سوځولو خبرونه ورکړل شوي.

د جمعې په ورځ هند کې ۳۳۲ زره او ۷۳۰ نوي کسان په کورونا اخته شوي وو، دا ریکارډ یوازې یوه ورځ وروسته تر هغه جوړ شو چې د پنجشنبې په ورځ ۳۱۳ زره کسان په کورونا وبا اخته شوي وو.

د هند د رسمي شمېرو له مخې، په همدې موده کې ۲۲۶۴ کسان د کوویډ-۱۹ له امله مړه شوي.

د اکسیجن کړکېچ

په ډیلي کې د سر ګنګا رام روغتون سلاکار ډاکټر اتول ګوجیا بي بي سي ته ویلي، د کورونا وبا د ناروغانو ناڅاپي‌ ډېرېدل ددغه روغتون د ټولو بسترونو د ډکېدو لامل شو.

"موږ دومره بستره نه لرو چې اکسیجن ته ضرورت لرونکي ټول ناروغان پرې بستري کړو او کوم مو چې لرل هغه ټول ډک شوي دي. ځینې ناروغان د اکسیجن له خپلو ډبو یا بې له اکسیجنه روغتون ته مراجعه کوي‌.‌ موږ هم غواړو له هغوی سره مرسته وکړو، خو کافي اکسیجن نه لرو، د اکسیجن زېرمه هم نه لرو."

"زموږ ټولې ټیلیفوني کرښې له متقاضیانو سره د هغوی د ځوابونو په ورکولو بوختې دي. خلک له درنګ پرته موږ ته زنګونه وهي. ‌د روغتون مخې ته د ناروغانو کتارونه ولاړ دي خو موږ تش کټونه نه لرو."

"زموږ هڅه دا ده چې ځای ورته ‌پیدا کړو.‌ کوم ناروغ چې نسبتاً لږ روغ شي رخصتوو یې او پر ځای یې بل شدید ناروغ بستروو.‌ اوس وضعیت ډېر کړکېچن دی."

په هند کې د ب‍ي بي سي خبریال سوتیک بیسواس وايي، هغه روغتیايي توکي چې روغتونونه اړتیا ورته لري، له کمښت سره مخامخ دي یا کمیابه دي.

"د هند عالي محکمې بېړنی حالت اعلان کړی. خو دا تر بېړني وضعیت هاخوا وضعیت دی.‌ په بمبۍ او ډیلي کې چې د کړکېچ اصلي ځایونه دي، اوس ژوندي ‌پاتې کېدل یو "نعمت" ګڼل کېږي".

په هند کې تر اوسه تر ۱۶ میلیون ډېر کسان په کوویډ-۱۹ اخته شوي او د کورونا وبا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر اوس ۱۹۰ زرو ته رسېدلی چې تر امریکا وروسته په نړۍ کې دا دویم هېواد دی.‌

ایا کافي واکسین شته؟

هند په دې هېواد کې د واکسیناسیون پراخ پروګرام پیل کړی،‌ خو تر اوسه ددغه هېواد ډېر کم وګړو ته د کورونا ضد واکسین ورکړل شوی.

چارواکو ویلي، د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې به ټولو تر ۱۸ کلونو لوړ عمر لرونکو خلکو ته واکسین چمتو شي. خو د کارپوهانو په وینا، هند د وړ کسانو لپاره ۶۰۰ میلیون ډوزه واکسین نه لري.

روغتیايي کارپوهان وايي، دا هېواد د کورونا وبا پروړاندې د خوندیتوب کچه راټیټه کړې ده او د محدودیتونو په لیرې کولو یې د لویو غونډو جوړېدو اجازه هم ورکړې چې همدا د کورونا وبا د بېرته ډېرېدو لامل شوی.

امریکا د 'جانسن انډ جانسن' واکسین ورکول له سره پیلوي

له هغه ۱۱ ورځني ځنډ وروسته چې د خوړو او درملو د سازمان او د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز په سپارښتنه د 'جانسن انډ جانسن' واکسینو د عمومي ترزیق د لنډمهاله درولو لپاره رامنځ ته شوی و، د جمعې په ورځ د اېفډي اې مشاورانو ډلې له دغه واکسین څخه د بیا ګټې اخیستنې سپارښتنه وکړه خو په دې شرط چې له دغو واکسینو سره هغه خبرداری هم ورکړل شي چې ښايي په ښځو کې د وینې د پرڼ کېدو لامل شي.

له دې سره جوخت د خوړو او درملو سازمان او د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز هم د دغه واکسینو د ترزیق د درولو په اړه خپله ورکړل شوې سپارښتنه لغوه کړه.

پرېکړه شوې چې د 'جانسن انډ جانسن' له دې وروسته له یو لیبل سره توزیع شي چې دغه لیبل کې به د وینې د لخته کېدو د ډېرو کمو احتمالي عوارضو په اړه خبرداری لیکل شوی وي.

د امریکا دناروغیو د کنټرول مرکز سي ډي سي د 'جانسن انډ جانسن' واکسین د عمومي تزریق له سره پیلول تایید کړي دي.

تر اوسه ۸ میلیونو کسانو "جانسن انډ جانسن" واکسین ترلاسه کړی چې له دغې ډلې یې ۱۵ کسان د وینې د پرڼ کېدو له پېښو سره مخ شوي وو، پېژندل شوي دي.

څو ورځې وړاندې هم پر درملو د څار بنسټ په ملګرو ملتونو کې د 'جانسن انډ جانسن' پر عمومي تزریق محدودیتونه لرې کړل.

دغه بنسټ په ملګرو ملتونو کې هغ ورته مواردو ته هم رسېدنه وکړه چې څه موده وړاندې د کورونا استرازېنیکا واکسین له امله راپورته شوي و.

خو په پای کې وویل له دغه واکسین ګټه اخیستنه د جانبي عوارضو یو یې هم په کم شمېر د وینې د پرڼ کېدو پېښې دي ډېره ده.

د وینې د پرڼ کېدو هغه پېښې چې د 'جانسن انډ جانسن' او استرازېنیکا واکسین له اخیستو وروسته یو شمېر کسان ورسره مخ شوي له واکسین لګولو درې اونۍ وروسته راښکاره شوي او نښې یې هم دا دي:

  • سر دردي
  • سا لنډي
  • په خېټه او پښو کې د درد احساس

د امریکا یو شمېر روغتیایي او طبي بنسټونو ډاکټرانو ته سپارښتنه کړې چې د 'هپرین' په نوم له درملو ورکولو ډډه وکړي. معمولاً دغه دارو هغو کسانو ته ورکول کیږي چې د واکسین لګولو وروسته یې وینه پرڼ شوې وي.