د پاکستان پارلماني کومېټه د فرانسې سفیر پر شړلو بحث کوي؛ تحریک لبیک د احتجاجونو ختمولو اعلان وکړ

د عکس سرچینه، EPA
د پاکستان پارلمان له دغه هېواده د فرانسې سفیر شړلو پر موضوع د بحث لپاره د یوې ځانګړې کومېټې ټاکلو پرېکړه کړې. پارلمان دغه پرېکړه د تحریک لبیک ګوند له پراخو خونړیو احتجاجونو وروسته کړې او له دې سره د تحریک لبیک مشرتابه د احتجاج ختمولو اعلان کړی.
همدا څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت پر تحریک لبیک د بندیز لګولو پرېکړه کړې وه، خو د دوشنبې پر شپه د حکومت او تحریک لبیک تر منځ له خبرو وروسته نن سې شنبه دغه موضوع په پارلمان کې راپورته شوه.
اوس د تحریک لبیک مذهبي ډلې په خپل تازه اعلان کې ویلي:
"زموږ پر مرکزي غوښتنه عمل شوی، نورو مسایلو کې هم پرمختګ کېږي او له دې وروسته د مرکزي پرلت په ګډون هره سیمه کې احتجاج پای ته رسېدلی دی".
د واکمن تحریک انصاف ګوند پارلمان غړي امجد علي خان دغه موضوع د پاکستان قومي اسمبلۍ کې راپورته کړه او پر دې موضوع یې د بحث غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل، اروپايي هېوادونه او په ځانګړې توګه فرانسې ته د اسلام پیغمبر (ص) د کارتونونو خپرولو موضوع د حساسیت په هکله باید وویل شي.
د نوموړي له لوري پر دې موضوع وړاندې شوې مسوده کې ویل شوي، نړیوال مسایل باید حکومت حل کړي او هېڅ ګوند یا ډله په دې هکله باید پر حکومت فشار وارد نه کړي.
په مسوده کې د پارلمان له ویانده غوښتل شوي وو چې په دې هکله باید یوه کمېټه جوړه شي او دغه غوښتنه د رایو په اکثریت سره منظوره شوه.

د عکس سرچینه، Tlp
تحریک لبیک مذهبيډلې فرانسه کې د اسلام پیغمبر (ص) کارتونونو خپرېدو پر ضد د پراخو احتجاجونو لړ کې ویلي وو، که د روانې اپریل میاشتې تر شلمې نېټې د فرانسې سفیر له پاکستانه و نه شړل شي، دوی به د پلازمېنې اسلام اباد پر لور ستر لاریون یا لانګ مارچ وکړي.
پاکستان حکومت له هغه وروسته د ګوند مشر سعد رضوي ونیو، چې پایله کې یې خونړۍ مظاهرې پیل شوې.
د پاکستان لر او بر کې د دې مظاهرو او احتجاجونو پایله کې لږ تر لږه څلور پولیس سرتېري ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د سې شنبې پر ورځ ځینې رپوټونو کې ویل شوي چې د حکومت او تحریک لبیک تر منځ له خبرو وروسته د تحریک لبیک مشر سعد رضوي خوشی شوی دی، خو ځايي پولیس چارواکو بي بي سي ته وویل نوموړی لا نه دی خوشی شوی.










