پر نطنز بټۍ سایبري برید؛ ایران د غچ ګواښ وکړ

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر نطنز اټومي بټۍ سایبری برید په تړاو اسرائیل ته د پړې ګوته نیولې او ګواښ یې کړی چې ایران به پر دې اټومي بټۍ د برید غچ اخلي.

ښاغلي ظریف نن ( دوشنبه اپریل ۱۲مه) د پارلمان د ملي امنیت کمیسیون غونډه کې د وینا پرمهال پر نطنز بټۍ کې برید کې د اسرائیل د لاس لرلو خبره وکړه او ویې ویل: "صهیونستان غواړي چې د بندیزونو لرې کولو برخه کې د لاسته راوړنو غچ د ایران له خلکو واخلي خو موږ اجازه نه ورکوو او په خپله له صهیونستان به غچ اخلو" .

هغه وویل چې دا کار به د اټومي پروګرام پر سره خبرو کې د ایران دریځ پیاوړی کړي او د ده په وینا د خبرو نور لوري باید پوه شي چې " تر اوسه د یورانیومو غني کولو له لومړه نسل سره مخامخ وو خو اوس نطنز پرمختللي سنټر فیوژونه لري چې څو برابره زیات یورانیوم غني کولی شي"

بل لور ته د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، له دې برید وروسته ایران تر میاشتو میاشتو د یورانیم بډایولو امکان له لاسه ورکړی دی.

دغې ورځپاڼې ته د دې پېښې په تړاو دوو امریکايي استخباراتي چارواکو ویلي، ایران د نطنز د بیا پیلولو لپاره ۹ میاشتې وخت ته اړتیا لري:

"د برېښنا رسولو ځانګړی سیستم چې د یورانیم بډایولو سانتریفیوجونو ته یې برېښنا رسوله بشپړ له منځه تللی دی."

دغو چارواکو دا هم ویلي چې اسراییل په دې پېښه کې لاس درلود

د اسراییلو عامه راډیو هم وايي هېواد یې د ایران پر نطنز اټومي بټۍ سایبري برید کړی دی او تر هغه یې ډیر زیان وراړولی، چې ایران یې رپوټ ورکړی.

مخکې ایران ویلي و، چې دغه کارخانه د یوه ترهګریز برید نښه ګرځیدلې ده.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وروستیو څرګندونو کې ویلي، د دغه هېواد د استخباراتي او پوځي ادارو تر ټولو ستره دنده له ایران سره مقابله ده.

ښاغلي نتنیاهو د دغه هېواد د خپلواکۍ ۷۳ کلیزې مراسمو ته ویډيويي وینا کې له ایران سره د مقابلې له امله د دې ادارو د هڅو مننه وکړه او پوځي چارواکو ته یې وویل:

"اسراییل د ایران د ډېرو موخو د شنډولو لپاره اوږد واټن وهلی دی."

نوموړی وايي، د ایران د اټومي بنسټونو پرضد درېدل د دوی مهمې چارې دي:

"څه چې نن لیدلی شو داسې نه ده چې سبا به هم همدا حالت وي. زموږ لاسته راوړنې له کچې پورته دي، له تشو لاسونو بریدګر حالت ته ورسېدو او هغه هم د یوه نړیوال ځواک په توګه. "

د ایران د اټومي انرژۍ مشر څه وايي؟

NIZAM

د عکس سرچینه، NIZAM

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر علي اکبر صالحي نطنز پېښه غندي او "اټومي ترهګري" یې بولي:

"د ایران اسلامي جمهوریت د دې پېښې د عاملانو، مشرانو او څاګرو پرضد د ګام پورته کولو حق لري. "

ښاغلي صالحي د دې پېښې عاملان یاد نه کړه، خو ویې ویل نړیواله ټولنه او اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید د دغه ترهګریز ګام مقابل کې چلن وکړي.

د تېر لمریز کال چنګاښ میاشت هم نظنز اټومي بټۍ کې چاودونه وشوه او ایران خرابکاري وبلله.

علي اکبر صالحي هم د ایران دولتي تلوېزون سره مرکه کې د تېر کال پېښې یادولو سره وویل:

"څو میاشتې مخکې دوښمن زموږ د مونتاژ سانتریفیوجونو تالار وچاوداوه، خو شا ته نه شوو او بل لنډمهالی تالار مو جوړ کړ. "

هغه زیاته کړه چې اوس د غره منځ کې او نطنز ته نږدې شپه ورځ کار کوي او حساس تالارونه د غره منځ ته وړي او هیله من دي چې راتلونکی کال پام وړ تالارونه غره کې تیار شي او دا بټۍ هلته ولېږدوي.