اندونیزیا کې پر کلیسا شکمن ځانمرګي برید کې ۱۴ کسان ټپیان شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د اندونیزیا په ماکاسار ښار کې پر یوې کلیسا د برید پرمهال چې ۱۴ کسان یې ټپیان کړي، دوه بریدګر چې ګومان کېږي ځانمرګي ول وژل شوي دي.
پولیس وايي یو ویجاړ شوی موټرسایکل او د بدن غړي یې د پېښې په ځای کې موندلي.
په دې برید کې چې د کلیسا په عمومي دروازه کې شوی لږ تر لږه څوارلس تنه ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې هغه چارواکي هم شامل دي چې کلیسا ته یې د برید کوونکي د ننوتلو مخه نیولې ده.
عیني شاهدانو ویلي چې بریدګر پر موټرسایکل کلیسا ته ورسېدل او هڅه یې وکړه چې دننه شي. امنیتي کمرو ښودلې چې چاودنه د کلیسا د څنګ دروازه کې شوې.

د عکس سرچینه، Reuters
د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو دا برید غندلی او ژمنه یې کړې چې د ترهګرۍ جرړې به باسي.
د ۲۰۱۸ کال مې میاشت کې هم په اندونیزیا کې پر کلیساو ځانمرګي بریدونه وشول. په هغو بریدونو کې شاوخوا لس کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.
دغه ځانمرګي بریدونه د اندونیزیا د دویم ستر ښار سورابایا ښار په کلیساوو کې شوي ول. بریدونه په څو دقیقو کې یو بل پسې شوي ول. خو پر څلورمه کلیسا یې د ځانمرګي برید مخه نیولې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
اندونیزیا کې چې د نړۍ لوی اسلامي هېواد دی له دې وړاندې هم د جهادي ډلو له خوا پر کلیساګانو بریدونه شوي دي.
د اوسني برید مسولیت لا چا پر غاړه نه دی اخیستی.









