د اندونیزیا هوايي ځواک الوتکې لوېدو ۱۳ کسان وژلي

الوتکه د ګهیځ په ۵ بجو او ۳۵ دقیقو الوتلې او اټکل و چې په ۶ او ۱۳ دقیقو وامینا ته ورسېږي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، الوتکه د ګهیځ په ۵ بجو او ۳۵ دقیقو الوتلې او اټکل و چې په ۶ او ۱۳ دقیقو وامینا ته ورسېږي.

د اندونیزیا چارواکي وايي، په پاپوا ولایت کې د هوايي ځواک یوه هېرکولز سي ۱۳۰ ډوله الوتکه لوېدلې چې لږترلږه ۱۳ کسان پکې وژل شوي دي.

چارواکي وايي، په وژل شویو کې درې پیلوټان او ۱۰ نور پوځي کسان دي.

د هوايي ځواک مشر اګوس سوپریاتنا میترو تلوېزیون ته ویلي، اټکل دی چې ناسمه هوا د الوتکې د لوېدو لامل شوې وي.

په الوتکه کې له تیمیکا نه وامینا ته خوراکي توکي لېږدول کېدل، چې په یوه غرنۍ سیمه کې د یکشنبې په ورځ وختي هدف ته نژدې راولوېده.

الوتکه د ګهیځ په ۵ بجو او ۳۵ دقیقو الوتلې او اټکل و چې په ۶ او ۱۳ دقیقو وامینا ته ورسېږي.

اندونیزیا کې د الوتکو د خوندیتوب چاره ډېره کمزورې ګڼل کېږي.

د ۲۰۱۵ کال په جون میاشت کې، دې ته ورته یوه الوتکه، چې د هوايي ځواک اړوند وه، د استوګنې په یوه ځای کې ولوېده، چې د الوتکې ټول ۱۲ عمله او ۱۰۹ مسافر پکې ووژل شول او پر ځمکه یې ۲۲ کسان ووژل.

اندونیزیا کې د الوتکو د خوندیتوب چاره ډېره کمزورې ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اندونیزیا کې د الوتکو د خوندیتوب چاره ډېره کمزورې ګڼل کېږي.