چین د بریتانیا پارلمان پر غړو بندیزونه ولګول

چین د بریتانیا د پنځو پارلماني غړو په ګډون د دغه هېواد پر نهو وګړو د هغه څه له امله بندیز ولګاوه چې بېجینګ یې د دغه هېواد په هکله "درواغ او ناسم اطلاعات" بولي.

په بریتانیا کې دا نهه کسان پر چین تر ټولو ډېرې نیوکې کوي.

د چین د بندیزونو له مخې دا کسان چین، هانکانګ او مکاو ته تللی نه شي، چین کې د دوی شتمني کنګلېږي او چینايي وګړي او ادارې له دوی سره سوداګري نه شي کولی.

د بېجینګ دا ګام د تېرې دوشنبې په ورځ د بریتانیا د حکومت له بندیزونو وروسته دی چې د اویغور مسلمان لږکیو د حقونو د خلاف ورزۍ له امله یې پر چین ولګول.

پخوانی محافظه کار مشر سر این دونکن سمېت د هغو پنځو پارلماني غړو په ډله کې دی چې بندیز پرې لګېدلی.

نوموړي د چین دې ګام ته غبرګون کې وویل، دا بندیزونه د ویاړ نښې په توګه بولي:

"دا زموږ دنده ده چې د چین له خوا هنکانګ کې د انساني حقونو سرغړونه او د اویغور ولس ډلوژنه ډاګیزه کړو. "

نوموړی زیاتوي، هغه کسان چې د قانون حاکمیت کې ازاد ژوند لري باید د هغو کسانو لپاره غږ پورته کړي چې پخپله غږ نه شي پورته کولی.

له بریتانیا، امریکا او ګاناډا سره په همغږۍ اروپايي ټولنې هم تېره دوشنبه پر چین د هغه څه له امله بندیزونه ولګول چې دوی یې په سینکیانګ سیمه کې له اویغوریانو سره د بېجینګ ناوړه چلن بولي.

چین په دغه سیمه کې اویغوریان په کمپونو کې ساتي او پکې د شکنجې، په زور کار کولو ته اړ اېستلو او ناوړه جنسي چلن رپوټونه ور کړل شوي

چین دې کمپونو کې له اویغوریانو سره د ناوړه چلن ادعاوې ردوي او وايي، دا کمپونه یې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د اصلاح مرکزونه دي.

د بریتانیا بندیزونو په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل:

"د بریتانیا پرېکړه د نړیوالو قوانینو او د نړیوالو اړیکو کې د بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه ده. د چین کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده او د چین-بریتانیا اړیکي سخت کمزوروي. "

هغه زیاته کړه چې د چین بهرنیو چارو وزارت په بېجینګ کې د بریتانیا سفیر ور بللی او په دې تړاو یې خپل پرېکند مخالفت او سخته غندنه په رسمي ډول ورته وړاندې کړې ده.