کورونا وېروس: جرمني نوي اعلان شوي محدودیتونه لغوه کړل

د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا میرکل د کورونا وېروس د بیا خپرېدو د مخنیوي لپاره په ایسټر اختر کې د سخت ټولبندیز پلان لغوه کړ.

ټاکلې وه جرمني پرون د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره محدودیتونه د درې نورو اونیو لپاره اعلان کړي چې ور سره د وېروس د دریمې څپې د ګواښ له امله یې د عیسویانو د ایستر رخصتیو پرمهال تقریبا په بشپړ ډول هرڅه بیا بندېدل.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د دوشنبې په ورځ د هېواد سیمه ییزو مشرانو سره له خبرو وروسته وویل محدودیتونه به د اپریل تر۱۸مې پورې دوام وکړي، خو د اپرېل له اولې تر پنځمې به دا محدودیتونه ډېر سخت وو.

د محدودیتونو لګولو پلان د سوداګرۍ مشرانو او پوهانو له سختو نیوکو سره مخ وو.

پرون د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل وویل، دا پلان "تېروتنه" بولي او زیاته یې کړه چې له دې پلان د تېرېدلو مسوولیت هم په خپله غاړه اخلي.

د انګلا مېرکل د ګوند یو مشر ارمین لاسچټ د چارشنبې په ورځ سیمه ییز پارلمان ته وویل، نوي ټولندیز په دا ډول د پلي کېدو وړ نه و.

انګلا مېرکل هم د چارشنبې په ورځ برلین کې خبریالانو ته وویل: "دا ټول بهیر د نورې بې باورۍ سبب شوی و، له امله یې له ټولو وګړو بښنه غواړم."

د هغې په خبره، "د دې ټولبندیز پلي کولو لپاره ښه سببونه هم و، خو دې لنډ وخت کې خورا ښه پلی کېدی نه شو."

په وروستیو اونیو کې په ټوله اروپاکې پر کورونا وېروس د اخته کېدو پېښې مخ په زیاتېدو وې، پداسې حال کې چې د واکسینونو په لېږد کې د ځنډونو سره سره هېوادونو هڅه کوله خپل وګړي واکسین کړي.

پر ویروس د اخته کسانو شمېر د جرمني په هرو ۱۰۰،۰۰۰ کسانو کې تر ۱۰۰ زیات شویدی. په تېرو ۲۴ ساعتونوکې ۷،۴۸۵ کسان نور هم اخته شویدي او ۲۵۰ تنه یې وژلي دي.

په نوره اروپا کې څه تېرېږي؟

له بل پلوه، په تېرو ۲۴ ساعتونوکې د فرانسې په روغتونونوکې ۴۷۱ تنه نور ناروغان د جدي پاملرنې په څانګو کې بستري شوی دي ، او ۱۵،۷۹۲ تنه نور پر ویروس باندې اخته شویدي.

د فرانسې د روغتونونو د ټولنې مشر، فرېدریک والیتو، وايي د اخته کسانو شمېر په بېسارې کچه په ډېرېدو دی او ښايي په راتلونکو دوه درې اونیو کې روغتونونه ډک شي.

پداسې حال کې ده چې د دنمارک سیاسي مشرانو پریکړه کړې چې خپل هېواد کې د اپریل له شپږمې نېټې وروسته روغتیايي محدودیتونه یوڅه نورهم را کم کړي، نور ماشومان به هم ښونځیو ته ځي او د سلماني دوکانونه به بیا پرانیستل کېږي.

له بلې خوا د چک په جمهوریت کې چارواکي وايي د کورونا وبا د پېل راهیسې تراوسه هلته ۲۵،۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو د تېرې اونې په پرتله د اخته کسانوشمېر راټیټ شوېدی.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل ویلي د کورونا ویروسه هغه ډول چې لومړی په بریتانیا کې موندل شوی و اوس په جرمني کې ډېر خپورشوی دی، او د هغې په خبره یوه نوې وبا یې رامنځته کړې.

هغه وايی اساسا موږ یو نوی ویروس لرو. دا ویروس ډېر وژونکی دی، ژر خپرېږي او د ډېر وخت لپاره انسان اخته کوي.

ډنمارک غواړي چې د کوېډ پاسپورت رامنخته کړی

د ډنمارک چارواکي وړاندیز کوي چې دکورونا پاس په نامه یوډول پاسپورت رامنځته کړي چې په هغې کې به لیکل شوي وي چې درلودونکي یې واکسین کړی که نه.

پخوا په وېروس اخته شوی یایې په تېرو ۷۲ ساعتونکې معاینه منفي راوتې که څنګه. له ۱۵ کلوعمرنه کم ماشومان به اړ نه وي چې دغه پاسپورټ ولري.

ددې پاسپورټ موخه چې پر موبایل او کاغذ به هم کارول کېږي، داده چې د اړتیا وړ شرایطو پوره کونکي خلک به کولای شي سلماني دوکان، رسټورانټ او یا هم بالاخره سینما ته لاړشي.

اوسني پلان دادي چې د اپریل له ۱۳مې نه واړه پلورنځي پرانیستل شي او د اپریل له ۲۱مې نه به سترپلورنځي، په ازاده هواکې د خوراک لپاره رستورانټونه او چایخانې پرانیستل کېږي.

سینماګانې او د سرپتوځایونو رسټورانټونه به د می د میاشتې له ۶مې پرانیستل کېږي.

د ډنمارک صدراعظم، میتي فرېدیریکسېن، وویل کله چې له ۵۰ کلو نه زیات عمر درلودونکي ټول واکسین شي زیاتره محدودیتونه به لیرې کړی شي. هیله یې درلوده چې دا کاربه د می په میاشت کې ترسره شي.

اروپاکې د واکسین کولو پڅ بهیر

په اروپا کې د واکسین کولو کار پڅ روان دی- د اسراییلو، بریتانیا او امریکا د واکسین کولو په پرتله دېر وروسته پاتې شوی.

یو علت یې د اکسفورد استرازېنېکا واکسین د لېږدولو ستونزې له امله بلل کېږي- چې اوس دا لانجه د بریتانیا او اروپا ترمنځ د سیاسي ترینګلتیا په مرکز کې ده.

د اروپايي ټولنې مامورین شکایت کوي چې ددې واکسین دېره برخه اروپايي تولنې دننه نه پاتې کېږی بلکې بریتانیا او نورو هېوادو ته استول کېږي.

په همدې مهال، د رویټرز خبري اژانس ویلي هنګري د اروپايي تولنې لومړني هېواد دي چې د یو چینايي واکسین او د استرازېنېکا د هندي واکسین کارول یې تایید کړي.

د اروپايي ټولنې غړو هېودو ته اجازه ده چې د واکسین جوړونکو هغو شرکتونو سره چې اروپايي تولنې سره یې خانګړي تړونونه ندې لاسلیک کړي، جلا قراردادونه لاسلیک کړي. هنګري همدا اوس چینايي سینوفارم واکسین او د روسيې سپوتنیک واکسین کاروي.

د اروپايي ټولنې د داروګانو د تنظیم اداره وايي تراوسه یې څلور واکسینونه تایید کړیدي: فایزر-بایونتیک، جانسن او جانسن، مودرنا او استرازېنېکا.