تر ولسمشرۍ وروسته لومړی کنفرانس؛ ډونلډ ټرمپ د نوي ګوند جوړولو ګنګوسې رد کړې

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ترمپ له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته خپله لومړۍ وینا کې اعلان کړی چې له جمهوریپال ګوند د وتلو او د نوي ګوند جوړولو هوډ نه لري.
ښاغلي ټرمپ د یکشنبې پر ورځ د فلوریډا ایالت اورلانډو ښار کې د محافظه کارو یوه کنفرانس ته په خبرو کې دا اشاره هم وکړه چې ښايي ځان د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو نوماند کوي.
د امریکا ولسمشران که څه هم معمولآ ټاکنو کې تر ماتې وروسته له سیاسي ډګره څنډې ته کېږي خو ډونلډ ټرمپ وايي په ۲۰۱۶ کال پیل کړی "سفر" یې لا پای ته نه ده رسېدلی.
هغه وویل: "موږ نوی ګوند نه جوړوو. جمهوریپال ګوند لرو چې په یووالي سره به تر بل هر وخت ډېر پیاوړی شي."
ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې د سنا لخوا محاکمه کې تر بري کېدو څو اوونۍ وروسته کړې دي.
څارونکي وايي د محافظه کارو سیاسي اقدام (سي پي اې سي) په نوم ډلې کلني کنفرانس کې د ډونلډ ټرمپ حضور پر جمهوریپال ګوند د نوموړي د نفوذ دوام څرګندوي.
له تېرې پنجشنبې پر دغه پیل شوي کنفرانس تر ډېره ډونلډ ټرمپ سره د ملاتړ فضا خپره وه.
ډونلډ ترمپ څه وویل؟

د عکس سرچینه، Getty Images
۷۴ کلن ډونلډ ترمپ د محافظه کارو د دغه کنفرانس پر دریځ له راڅرګندېدو سره سم د خپلو ملاتړو له خورا تود هرکلي سره مخامخ شو.
هغه وویل: "نن د دې لپاره ستاسې مخ ته ولاړ یم چې ووایم څلور کاله وړاندې زموږ لخوا په ګډه پیل شوی ښه سفر پای ته نه دی رسېدلی. نن د دې لپاره سره یو ځای یو چې د راتلونکې په اړه خبرې وکړو - د دغه غورځنګ د راتلونکې په اړه، زموږ د ګوند پر راتلونکې او زموږ د ګران هېواد د راتلونکې په تړاو."
ښاغلي ټرمپ دغه راز د ده لخوا د نوي ګوند د جوړېدو ګونګوسې "جعلي خبر" وباله.
هغه دغه کنفرانس ته وویل: "زموږ پر بریا شک مه لرئ او امریکا به تر بل هر وخت ستره او پیاوړې شي."
نوموړي دلته یو ځل بیا پر خپل ځایناستي جو بایډن هم نیوکې وکړې او ویې ویل چې ښاغلی بایډن د مخکیني حکومت سیاست "له ټولو لومړی امریکا څخه تر ټولو وروستۍ امریکا" ته اړولی دی.
ډونلډ ترمپ دا ادعا هم وکړه چې ګواکې "د امریکا د ولسمشرۍ معاصر تاریخ کې" د جو بایډن "لومړۍ میاشت تر ټولو ناورین زېږوونکې" وه.
ښاغلي بایډن واک ته له رسېدو راهیسې د اجرائیوي فرمانونو په وسیله د ډونلډ ټرمپ ګڼې پرېکړې بېرته لغوه کړې.
په هغو کې د کډوالۍ او د اقلیم بدلون اوړند موضوعات هم شامل وو.
ډونلډ ټرمپ وړاندوینه کوي چې دیموکراتان به د ۲۰۲۲ کال منځمهاله ټاکنو کې ماته خوري او ورپسې به په ۲۰۲۴ کال کې سپینه ماڼۍ هم جمهوریپال ولسمشر ته پرېږدي.
هغه د امریکا د تاریخ لومړی ولسمشر و چې دوه ځله استیضاح او یوازینی پخوانی ولسمشر دی چې له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته سنا کې محاکمه شو.
خو د امریکا سنا جرګې د فبرورۍ په ۱۳مه ډونلډ ټرمپ د کانګرس پر ودانۍ د نوموړي د پلویانو د چپاو له کبله د "بلوا د لمسون" له لګول شویو تورونو بري کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا استازو جرګه کې دیموکراتانو تور پورې کړی و چې ګواکې ښاغلي ټرمپ د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو د درواغجنو ادعاو په راپورته کولو سره خپل پلویان د کانګرس پر ودانۍ چپاو ته هڅولي دي.
ټویټر شبکې چې ډونلډ ترمپ به پرې خپل نظر شریکاوه پر کانګرس د ترمپ د پلویانو تر برید وروسته د نوموړي حساب وتاړه.
ښاغلی ټرمپ له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته فلورېډا کې د خپل ګولف لوبې په مارالاګو تفریحي ځای کې ژوند کوي.
هغه څو ایالتونو کې له عدلي څېړنو سره مخامخ دی.
په دوی کې نیویارک هم راځي چې د منهاټن دیموکرات څارنوال پکې د نوموړي مالیاتي اسناد ترلاسه کړې دي.
ډونلډ ټرمپ د امریکا د معاصر تاریخ یوازینی ولسمشر دی چې د خپلو مالیاتي اسنادو له خپرولو یې ډډه کړې وه.










