د ټرمپ استیضاح: سنا مجلس کې د دویمې ورځې بحث پیل شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا سنا مجلس کې د دویمې ورځې لپاره د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح په اړه بحث دوام لري. تمه کېږي چې نن به د جنورۍ میاشتې د شپږمې نېټې د تاوتریخوالي نوې ویډیویي صحنې هم د مجلس غړو ته وښودل شي.
پر پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ تور دی چې پر هغه ورځ یې خپل پلویان پارولي وو چې د کانګرس پر ودانۍ برید وکړي. په هغه تاوتریخوالي کې شپږ کسان وژل شوي وو.
د دویمې ورځې د بحث په پیل کې د دیموکرات ګوند غړي جېمي رسکېن وویل، پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تاوتریخوالي هغه صحنې په ژوندۍ بڼه پر تلویزیون لیدلې او خوند یې ورنه اخیست.
نوموړي یو ځل بیا تور ولګاوه چې ښاغلی ټرمپ په هغه تاوتریخوالي کې ښکېل و او باید چې حساب ورسره وشي.
د سې شنبې پر ورځ سنا جرګه له یو لړ بحثونو ورسته پریکړه وکړه چې د مخکېنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ استیضاح له اساسي قانون سره سمه ده.
د سنا ۵۶ غړو د تایید او ۴۴ غړو د ښاغلي ټرمپ د استیضاح پرضد رایه ورکړه.
مخکې تمه کېده چې د ډونلډ ټرمپ د جمهوریپال ګوند پنځه غړي به د هغه د محاکمې د تایید لپاره رایه ورکړي، خو په دې رایه اچونه کې شپږو جمهوریپالو غړو د تایید رایه ورکړه.
دامریکا په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې یو ولسمشر دوه ځله استیضاح کیږي.
د ټرمپ وکیلانو څه وایي؟

د عکس سرچینه، AFP VIA GETTY IMAGES
د سې شنبې پر ورځ سنا دې غونډې ته د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلان هم ورغلي وو. دوی استدلال کاوه چې نوموړی اوس په واک کې نه دی نو د قانون له مخې سنا حق نه لري چې استیضاح یې کړي.
د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیل ډیویډ شون د ولسمشر جو بایډن پر دیموکرات ګوند تور ولګاوه چې د سیاسي موخو لپاره د هغه د استیضاح لپاره واک ناوړه کاروي:
"زموږ د اساسي قانون له مخې باید اجازه ورنه کړل شي چې دا ارګان او د استیضاح بهیر د ګوندي سیاسي موخو لپاره د وسلې په توګه وکارول شي. همغسې چې زموږ په ننني رپوټ کې راغلي د استیضاح دا ماده باید د قضايي اختصاص د نشتوالي له امله له پامه وغورځول شي. که د دې مادې په له پامه غورځولو سره یو پياوړی پيغام وا نه ستول شي نو د ولسمشرۍ ارګان په خطر کې دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
خو په مشرانو جرګه کې د دیموکرات ګوند استازي جو نیګوس وویل چې اساسي قانون د دې جرګې له خوا د د ډونلډ ټرمپ د محاکمې په اړه بشپړه وضاحت لري:
"د اولې مادې دویمه فقره یوازې جرګې ته د استیضاح واک ورکوي. دریمه فقره یې هم د هر ډول استیضاح واک سنا ته ورکوي. د ټرمپ د استدلال له مخې فکر کیږي چې دا ماده به ځینې استثنائات ولري خو داسې نه ده. "
دیموکرات ګوند وايي ښاغلی ټرمپ شخصا د تیرې جنورۍ میاشتې پر شپږمه د کانګرس پر ودانۍ د بلوا مسوول دی او باید استیضاح شي.
که نوموړی پړ وبلل شي نو د یوې بلې رایې اچونې له مخې باید ټرمپ په ټاکنو کې له نوماندۍ منع کړل شي.
ټرمپ ویلي په ۲۰۲۴ کال کې ولسمشرۍ ټاکنو کې د بیا نوماندۍ هوډ لري.
پر نوموړي د لګول شویو تورونو په لړ کې ویل شوي چې د ټاکنو پایلو نه منلو سره ټرمپ د جمهوریت پرضد خلک هڅولي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي ټرمپ په تېرو ولسشمریزو ټاکنو کې له جوبا یډن ماتې ونه منله.
دیموکراتانو ویلي کله چې د ټاکنو پایلو لغوه کولو لپاره د ښاغلي ټرمپ نورې هڅې له ناکامۍ سره مخ شوې خپل پلویان یې وهڅول چې د کانګرس پر ودانۍ برید وکړي.
دې پېښه کې لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول او ګڼ شمیر نور ټپیان شول. له هغه تاوتریخوالي وروسته په واشنګټن کې پر ګرځیدو بندیز ولګول شو او د امنیت لپاره دامریکا د پوځ سرتیري وګومارل شول.










