جو بایډن: د ټرمپ بېګناه بلل کېدل ښیي چې دېموکراسي کمزورې ده

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، د کانګرس لخوا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ بېګناه بلل کېدل ښیي چې امریکا کې دیموکراسي په نازک حالت کې ده.
پر ډونلډ ټرمپ تور و چې د خپل واک په وروستیو ورځو کې، د تېرې جنورۍ میاشتې پر شپږمه نېټه یې په یوه پاروونکې وینا کې خپل پلویان پر کانګرس ودانۍ برید ته هڅولي وو.
د سنا مجلس د شنبې پر ورځ د ښاغلي ټرمپ د استیضاح په اړه رایه اچونه وکړه، خو دیموکراتان ونه توانېدل چې د دوه پر درې برخه رایو شرط پوره کړي.
د ډونلډ ټرمپ د استیضاح لپاره باید د سنا مجلس د سلو غړو له ډلې ۶۷ یې د استیضاح په حق کې رایه ورکړې وای، خو یوازې ۵۷ سناتوران د استیضاح غوښتنه وکړه او پاتې ۴۳ هغو یې مخالفت وکړ.
خو ولسمشر جو بایډن د سنا مجلس پرېکړې ته په خپل لومړي غبرګون کې ویلي، په دې کې هېڅ شک نه و چې پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل پلویان تاوتریخوالي ته هڅولي وو.
د جنورۍ پر شپږمه د کانګرس پر ودانۍ د ښاغلي ټرمپ د پلویانو بلوا کې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
خو پخپله ډونلډ ټرمپ د سنا مجلس د پرېکړې هرکلی کړی او تور لګوي چې دیموکراتان له ده سیاسي غچ اخلي.
د ټرمپ د مخالفینو او ملاتړو غبرګونونه

د عکس سرچینه، SENATE TELEVISION HANDOUT
په کانګرس کې د جمهوريپالو مشر سناتور مېچ مېکانل که څه هم ډونلډ د جنورۍ میاشتې د شپږمې نېټې د پېښو او پر کانګرس ودانۍ د برید مسئول وبللو.
خو نوموړي د استیضاح پر ضد رایه ورکړه او استدلال یې کاوه چې له واکه تر لېرې کېدو وروسته یو ولسمشر نشي استیضاح کېدلی.
خو د استازو جرګه کې د دیموکرات ګوند استازو خبرداری ورکړ چې د ډونلډ ټرمپ بېګانه اعلانېدل به یو خطرناک ګام وي.
دوی د دې پروسې له پیله ټینګار کاوه چې که چېرې نوموړی استیضاح نشي نو ښایي یو ځل بیا واک ته ورسېږي او پر کانګرس ودانۍ د برید په څېر پېښې بیا تکرارېدلی شي.
خو د ډونلډ ټرمپ مدافع وکیل وانډر وین تور ولګاوه چې دیموکراتانو هېڅ په هېڅ د پخواني ولسمشر د استیضاح ضد کړی و او د محاکمې یوه ډرامه یې پیل کړې وه.
پخپله ډونلډ ټرمپ ویلي، د امریکا هېڅ پخوانی ولسمشر له دومره کړاوونو نه دی تېر شوی، او ټینګار یې کړی چې د امریکا د ځواکمنولو پروسه ایله اوس پیل شوه.










