د ټرمپ د استیضاح هڅه ناکامه شوه؛ سنا مجلس پخوانی ولسمشر بېګناه وبللو

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا په سنا مجلس کې د دیموکرات ګوند سناتورانو لخوا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح هڅه ناکامه شوه.
پر ښاغلي ټرمپ تور و چې د خپل واک په وروستیو ورځو کې، د تېرې جنورۍ میاشتې پر شپږمه نېټه یې په یوه پاروونکې وینا سره خپل پلویان پر کانګرس ودانۍ برید ته هڅولي وو.
په سنا مجلس کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د نوموړي د استیضاح پر سر بحثونه روان وو، خو د شنبې پر ورځ چې کله رایه واچول شوه نو دیموکراتان ونه توانېدل چې د استیضاح لپاره د دوه پر درې برخه رایو شرط پوره کړي.
د امریکا د سنا مجلس سل تنه غړي لري او د ډونلډ ټرمپ د استیضاح لپاره پکار وه چې لږ تر لږه ۶۷ سناتوران د هغه پر ضد او د استیضاح په حق کې یې رایه ورکړي.
خو د شنبې ورځې رایه اچونه کې ۵۷ سناتورانو د استیضاح په حق کې رایه ورکړه، خو پاتې ۴۳ هغو یې مخالفت وکړ. په دې سره پخوانی ولسمشر د سنا مجلس لخوا بري او بېګناه اعلان شو.
له دې اعلان وروسته ډونلډ ټرمپ په یوه اعلامیه کې د سنا مجلس د پرېکړې هرکلی کړی، او د خپلې استیضاح هڅه یې "د تاریخ تر ټولو لوی ظلم" بللی دی.
که چېرې د نوموړي د استیضاح هڅه بریالۍ شوې وای نو سنا مجلس کولی شول چې د یوې جلا رایه اچونې له لارې د تل لپاره پر نوموړي په ټاکنو کې د برخې اخیستو یا د دولتي دندې ترسره کولو بندیز ولګوي.
د ټرمپ د مخالفینو او ملاتړو غبرګونونه

د عکس سرچینه، SENATE TELEVISION HANDOUT
په کانګرس کې د جمهوريپالو مشر سناتور مېچ مېکانل که څه هم ډونلډ د جنورۍ میاشتې د شپږمې نېټې د پېښو او پر کانګرس ودانۍ د برید مسئول وبللو.
خو نوموړي د استیضاح پر ضد رایه ورکړه او استدلال یې کاوه چې له واکه تر لېرې کېدو وروسته یو ولسمشر نشي استیضاح کېدلی.
خو د استازو جرګه کې د دیموکرات ګوند استازو خبرداری ورکړ چې د ډونلډ ټرمپ بېګانه اعلانېدل به یو خطرناک ګام وي.
دوی د دې پروسې له پیله ټینګار کاوه چې که چېرې نوموړی استیضاح نشي نو ښایي یو ځل بیا واک ته ورسېږي او پر کانګرس ودانۍ د برید په څېر پېښې بیا تکرارېدلی شي.
خو د ډونلډ ټرمپ مدافع وکیل وانډر وین تور ولګاوه چې دیموکراتانو هېڅ په هېڅ د پخواني ولسمشر د استیضاح ضد کړی و او د محاکمې یوه ډرامه یې پیل کړې وه.
پخپله ډونلډ ټرمپ ویلي، د امریکا هېڅ پخوانی ولسمشر له دومره کړاوونو نه دی تېر شوی، او ټینګار یې کړی چې د امریکا د ځواکمنولو پروسه ایله اوس پیل شوه.










