د ټرمپ استيضاح: مدافع وکيلان به يې نن خپل دلايل وړاندې کوي

پر کانګرس د ټرمپ د پلویانو برید کې یو پولیس او څلور بریدګر ووژل شول

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پر کانګرس د ټرمپ د پلویانو برید کې یو پولیس او څلور بریدګر ووژل شول

د امريکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ مدافع وکيلان غواړي د امریکا سنا ته شواهد وړاندې کړي، تر څو په نوموړي لګېدلي هغه تورونه رد کړي چې د جنورۍ پر شپږمه په کپيټول کې د بغاوت يا بلو لامل شول.

د وکيلانو دغه ډله وايي چې کېدی شي د ۱۶ ساعتونو پر ځای څلورو ساعتونو کې د استيضاح پروسه پای ته ورسوي.

بل پلو وړاندې د امریکا مشرانو جرګه کې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح دریمه ورځ د هغو ډیموکراټ استازو په جمع بندۍ یا نتیجه ګېرۍ پای ته ورسېده چې دې استیضاح کې یې د څارنوالانو رول درلود.

دوی خبرداری ور کړ، که ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۶ پر کانګرس د برید له امله محکوم نه شي، د ۲۰۲۴ کال له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته به هم د نوماندۍ چانس ولري او که ماتې وخوري بیا به خپل پلویان پر کانګرس "بلوا" ته وهڅوي.

د مریلنډ ایالت د استازي جیمي رسکین په مشرۍ نهو ډیموکراټو استازو چې له تېرې سې شنبې ماسپښین یې د سنا جرګې سلو استازو ته خپل سندونه او شکایتونه وړاندې کول تر پنجشنبې مازیګر یې خپل بحث پای ته ورساوه او په ځايي وخت د جمعې په ماسپښین به د ښاغلي ټرمپ وکیلان خپله دفاع پیل کړي.

د امریکا پخوانی ولسمشر تورن دی چې د تېر نومبر ټاکنو کې د درغلیو ادعا او له سند وړاندې کولو پرته پر دغه ادعا په ټینګار سره یې خپل ملاتړي مختلفو ایالتونو کې د ټاکنو پر چارواکو، د کانګرس پر غړو او ان خپل مرستیال مایک پېنس پرضد "وپارول" او بالاخره یې د جنورۍ پر ۶ د ټاکنو د رسمي پایلو د ثبت د ځنډولو لپاره پر کانګرس "چپاو" ته وهڅول.

تر دغه برید نږدې اونۍ وروسته او د جنورۍ پر ۱۳ ډیموکراټو غړو چې د استازو جرګې لسو جمهوریپالو غړو یې هم ملاتړ کاوه، د ډونلډ ټرمپ د استیضاح لپاره مثبته رایه ورکړه، خو هغه وخت د جرګې لنډمهالي مشر میچ مککانل وویل، چې د محاکمې غونډې به د جنورۍ تر ۱۹ مخکې ونه شي.

په دې دلیل د دویمې استیضاح د محکمې ناستې د جنورۍ پر ۲۰ د جو بایډن له لوړې مراسمو وروسته او د جمهوریپال او ډیموکراټ ګوند د مشرانو په هوکړه د فرورۍ تر ۹ وځنډېدې.

تېرو دریو ورځو کې ۹ ډیموکراټو وکیلانو چې د محکمې د څارنوالانو رول یې درلود په ټول کې ۱۳ ګړیو خبرو سره هڅه وکړه چې ډونلډ ټرمپ د جنورۍ ۶ د پېښو اصلي او مرکزي مسوول وپېژني.

دوی په وروستۍ ورځ سلو سناتورانو ته- چې د دې جلسې د ژوري پلاوي په توګه ناست وو- وویل، د ښاغلي ټرمپ د مدافع وکیلانو د ادعا خلاف دوی راتلونکو ټاکنو کې د پخواني ولسمشر "د نوم لرې کېدل نه غواړي" بلکې په دې وېرېږي که نوموړی بیا ټاکنو کې ماتې وخوري نو خپل پلویان به یو ځل بیا د کانګرس او حکومت پرضد وپاروي.

د څارنوالانو پایله څه وه؟

جوزف نګیوس وايي، که ټرمپ محکوم نه شي د جنورۍ ۶ پېښې تکرار به وشي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، جوزف نګیوس وايي، که ټرمپ محکوم نه شي د جنورۍ ۶ پېښې تکرار به وشي.

د نهو ډیموکراټو څارنوالانو مشر جیمي رسکین وروستۍ ورځ ټینګار وکړ چې ولسمشر ټرمپ پخپله او قصدا پر کانګرس خپل پلویان چپاو ته هڅولي.

نوموړي هیله وښوده چې نور د ښاغلي ټرمپ وکیلان د دې غونډو پر قانونیتوب یا بې قانونۍ بحث ونه کړي، ځکه د نوموړي په خبره، دا قضیه ختمه شوې، په تړاو یې رایه هم اچول شوې او تصویب شوې ده.

هغه د ټرمپ له وکیلانو وغوښتل چې دې پوښتنو ته ځواب ووايي:

  • ولې ډونلډ ټرمپ د وسلوالو ځواکونو د لوی قومندان په توګه د جنورۍ پر ۶ پر کانګرس له بلوا او تاوتریخوالي دوه ګړۍ وروسته هم د هغه د مخنیوي لپاره کوم ګام پورته نه کړ؟
  • ولې ښاغلي ټرمپ تر ګړیو( لږ تر لږه دوه ګړۍ) وروسته هم پر کانګرس د برید د ختمېدو یا له هغې د وتلو لپاره خپلو ملاتړو ته کوم پیغام یا عمومي وینا ونه کړه؟
  • سره له دې چې ولسمشر کانګرس کې د پولیسو له وضعیت او د بریدګرو مقابل کې د دوی له کمي خبر شو، ولې یې نږدې دوه ګړۍ دوی ته د مرستې رسولو لپاره ګام پورته نه کړ؟
  • ولې ښاغلي ټرمپ د جنورۍ پر ۶ د کانګرس پرضد بلوا او تاوتریخوالی ونه غنده او په همغه ورځ یې په دې تړاو هیڅ ونه ویل؟
  • وروستۍ پوښتنه دا چې که داسې وګڼو چې ولسمشر پر کانګرس د بلوا هڅولو او د تشویش مسوول و، نو ایا چلن یې د هغه څه له مخې چې قانون کې د استیضاح تعریف کې راغلي "په مجرمانه فعل او د نه منلو چلن " مصداق کوي که نه؟

څارنوالان څومره د بري چانس لری؟

د ټرمپ وکیل وايي، د دفاع لپاره ۱۶ ګړیو ته اړتیا نه لري.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ټرمپ وکیل وايي، د دفاع لپاره ۱۶ ګړیو ته اړتیا نه لري.

د چارشنبې په ورځ هم ډیموکراټانو استدلال وکړ چې ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر شپږمه پر کانګرس له برید مخکې د خپلې ادعا تکرارولو په تېره د ټاکنو د غلا کولو خبرې سره "پر کانګرس د برید زړی وکاره. "

یوه څارنوال جوزف نګیوس وویل: "ټرمپ تېر پسرلي کې متوجه شو چې د نومبر ټاکنو کې ماتې خوړلی شي، ځکه یې خپلو پلویانو کې د غوسې زړي کرلو هڅه وکړه او ویې ویل یوازې د ټاکنو غلا کېدو سره ممکن ماتې وخوري. "

د کلوریډا ایالت دغه ډیموکراټ استازي زیاته کړه، "که غواړئ خپل جمهوریت خوندي کړو او بیا داسې پېښه ونه شي، نو هغه باید محکوم شي. "

خو د ډونلډ ټرمپ وکیل بروس کسټور پر کانګرس برید غندلی او ویلي یې دي د هغې پېښې مسوولان باید محاکمه شي او استدلال کوي چې ښاغلی ټرمپ باید د دې پېښې مسوول ونه ګڼل شي.

ډیموکراټان د ډونلډ ټرمپ د محکومولو لپاره د ۱۷ جمهوریپالو ملاتړ ته اړتیا لري، خو شنونکي باور نه لري چې دومره جمهوریپال د ډیموکراټانو سره دې برخه کې یو ځای شي.