ترمپ د استیضاح دوه ګواهان له دندو وشړل

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اروپايي ټولنه کې د امریکا استازی او د ملي امنیت یو افسر وروسته تر هغه له دندو ګوښه کړي، چې کانګرس کې یې له واکه د ټرمپ د لیرې کولو محاکمه کې د هغه پرضد ګواهي ورکړې وه.
په اروپايي ټولنه کې د امریکا استازي ګورډون سونډلنډ وویل، ده ته ویل شوي چې: "نن ولسمشر زما د ګوښه کولو سم لاسي پرېکړه کړې ده."
تر دې څو ګړۍ مخکې، په سپینه ماڼۍ کې چارواکو له جګپوړي افسر الکسندر وینډمن، - چې د اوکرایین په چارو کې کارپوه دی - وغوښتل چې خپل دفتر پرېږدي او له ودانۍ ووځي.
د امریکا مشرانو جرګې ولسمشر ټرمپ له واکه د ناوړه ګټې اخیستو له توره سپین وباله.
د افسر وینډمن وکیل، چې د سپینې ماڼۍ ملي امنیت شورا کې یې هم کار کړی، ویلي "موکل یې له دې کبله له دندې شړل شوی، چې په کانګرس کې یې د ټرمپ د محاکمې پرمهال د هغه پرضد ګواهي ورکړې ده."
دغه وکیل وايي: "وینډمن د محاکمې له ناستې وروسته ناڅاپه د امنیتي کسانو له هغې غوښتنې سره مخامخ شو، چې نوموړی باید سم لاسي له خپل دفتره ووځي او دوی یې له سپینې ماڼۍ وتلو کې بدرګه کړي، نوموړی دفاع وزارت ته لېږدول شوی."
د ښاغلي وینډمن وکیل وايي، موکل یې "ځکه له دندې شړل شوی چې حقیقت یې ویلی."
نوموړي بي بي سي ته وویل: "د هېڅ امریکايي په ذهن کې له دندې د دغه سړي د شړلو د لامل په اړه شک نه شته، ولې د هغو افسرانو شمېر کم شوی چې په سپینه ماڼۍ کې دغه هېواد ته خدمت کوي."

د عکس سرچینه، Getty Images
دی وايي: "وینډمن ځکه له دندې وشړل شو چې حقیقت یې ووایه، پر خپل عزت ووېرېده."
ټرمپ او مرستیالانو یې څه وویل؟
د امریکا نارټ کارولینا ایالت ته د سفر پرمهال ټرمپ وویل: "د هغه په شتون مې ښه احساس نه کاوه". نوموړي خبریالانو ته وویل: "ایا ګومان کوئ چې زه د هغه په موجودیت کې نېکمرغه یم؟ نه، زه یې په موجودیت نېکمرغه نه یم."
د پنټاګون (دفاع وزارت) ویاند ویلي، وینډمن به د دفاع وزارت کې تر راتلونکي اوړي پورې دنده مخته بوځي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سپینې ماڼۍ د سرچینو له مخې، وینډمن مخکې داسې انګېرله چې له دندې به شړل کېږي او څو اونۍ مخکې یې ملګرو ته ویلي وو، اټکل کوي چې دفاع وزارت ته به ستون کړل شي، ځکه چې هلته یې لاهم پوځي رتبه شته.
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر خبریالانو ته ویلي، وزارت یې د ټولو هغو سرتېرو ستنېدو د هرکلی کوي، چې په بل ځای کې لنډمهالې دنده مخته وړي.










