تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جنرال افتخار: پاکستان نه غواړي چې طالبان په زور بیا پر کابل قبضه وکړي
د پاکستاني پوځ ویاند جنرال بابر افتخار ویلي، پاکستان د زور له لارې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو ملاتړ نه کوي، او نه غواړي چې په افغانستان کې بیا یوه سیاسي یا حکومتي تشه رامنځته شي.
نوموړي چارشنبه له یو شمېر بهرنیو خبریالانو سره مرکه کې ویلي، افغانستان اوس د نویمې لسیزې افغانستان نه دی او حکومت جوړښت یې په اسانۍ نشي ماتېدلی.
جنرال افتخار وویل: "زموږ یوازینی مقصد په افغانستان کې تلپاتې ثبات دی. دا هېڅ شونې نه ده چې طالبان دې په زور یو ځل بیا پر کابل واکمن شي او پاکستان یې ملاتړ وکړي. داسې به هېڅ کله هم ونشي".
نوموړي ویلي، دا چې د افغانستان راتلونکې به څه وي، د سولې خبرې به څنګه پرمخ ځي او کومه غاړه به څه کوي، دا هر څه افغان ولس او حکومت پورې اړه لري.
د پاکستاني پوځ ویاند په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د دې هېواد لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داودزی اسلام اباد ته په رسمي سفر روان شوی.
تمه کېږي چې ښاغلی داودزی به له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې پر روان بهیر خبرې کوي.
"افغان او هندي استخبارات پاکستان کې ورانی کوي"
د پاکستاني پوځ ویاند تور پورې کړ، هغه ډلې چې پاکستان کې بریدونه کوي، په افغانستان کې یې ملاتړ کېږي.
نوموړي ادعا وکړه چې هند نه یوازې دې ډلو ته وسلې او پیسې ورکوي، بلکې پرمختللې او نوې ټکنالوژي یې هم ورکړې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي دا ډول تورونه لګوي، خو افغان حکومت تل دا ادعا رد کړې او ټینګار کوي چې خاوره یې د هېڅ ګاونډي هېواد پر ضد نه کارېږي.
خو د پاکستاني پوځ ویاند چارشنبه خبریالانو ته وویل، دا شونې ده چې د افغانستان استخبارات دې د هغو ډلو له فعالیته خبر وي چې د هند په مرسته پاکستان کې ورانی کوي.
افغان چارواکي بیا پر پاکستان تور لګوي چې د طالبانو په ګډون نورو ترهګرو ډلو سره مرستې کوي او افغانستان کې د بریدونو زمینه ورته برابروي.
"څه مو چې په وس کې وو هغه مو کړي"
جنرال بابر افتخار د افغان سولې بهیر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، پاکستان چې په دې بهیر کې څومره مرسته کولی شوه هغه یې کړې ده.
د هغه په وینا، پاکستان چې پر افغان طالبانو څومره اغېز او نفوذ درلود هغه یې کارولی. نوموړي ټینګار وکړ چې اوس ان افغان چارواکي هم مني چې پاکستان د افغان سولې بهیر کې پوره اخلاص کړی.
خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې له بي بي سي سره یوه ځانګړې مرکه کې د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته ویلي وو، افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره اړینه ده چې طالبان نورو هېوادونو کې پټنځایونه ونلري.
یاده وي چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بهیر، چې کابو یوه میاشت درېدلی و، دوه ورځې وړاندې یو ځل بیا پیل شو.
دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوي او هلته د طالبانو سیاسي دفتر ویلي، د دواړو مرکچي پلاو مشرانو او ځینو غړو دوه ورځې وړاندې خپلمنځي ناسته کې د خبرو پر دوام ټینګار وکړ.