تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نفتي هېوادونه "ښايي تر ۲۰۴۰ کاله ۱۳ ټریلیون ډالر زیان وکړي"
د یوه تازه خپاره شوي رپوټ له مخې، اټکل شوی چې تر ۲۰۴۰ کال پورې به د بیا نوې کېدونکې انرژۍ د نړیوال بدلون له کبله تېل لرونکي هېوادونه د تېلو د وارداتو برخه کې څو ټریلیونه ډالر زیان وکړي.
د کاربون ټرکر څېړنیز مرکز په رپوټ کې راغلي، کله چې نړۍ د تېلو کارولو کې کموالی راولي، ځینې تېل لرونکي هېوادونه به خپلو بودیجو کې ۴۰ سلنه زیان وکړي.
په رپوټ کې راغلي، تېل لرونکي هېوادونه به ټول ټال کابو ۱۳ ټریلیون ډالر زیان وکړي.
په دې زیان کې هغه هېوادونه هم شاملېږي چې اقتصاد یې اصلاً پر تېلو نه دی ولاړ، لکه امریکا، بریتانیا، چین او هند.
خو رپوټ پر دې پام ورټول کړی چې تر ډېره به ۴۰ هېوادونه ډېر زیانمن شي، چې په رپوټ کې "نفتي هېوادونه" بلل شوي.
خو د عراق او ګیني هېوادونو اقتصاد تر ډېره پر تېلو او ګازو ولاړ دی او له دې برخې تر ۸۰ سلنې ډېر عایدات ترلاسه کوي.
خو د سعودي، الجزایر او نایجریا په څېر ۱۲ هېوادونه به زیان وکړي.
ځینې نور هېوادونه به بیا ډېر زیات زیان وکړي، لکه انګولا او اذربایجان.
د رپوټ موندنې ښيي چې ځینې تېل او ګاز تولیدوونکي هېوادونه به، چې اوسنی اقتصاد یې کمزوری دی لا پسې بې وزله شي.
په رپوټ کې راغلي، دغه هېوادونه باید د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره نورې لارې چارې ولټوي، خو ځینې ګامونه باید په ګډه واخلي.
په دې ګامونو کې په تعلیم کې ګډه پانګونه، د حکومتونو د کړنو ښه کول او اقتصادي چاپېریال رامنځ ته کول هم شاملېږي.
رپوټ سپارښتنه کوي چې د نړۍ نور هېواونه باید له اخلاقي پلوه له دغو زیانګالو (زیانمنونکو) هېوادونو سره مرسته وکړي.