امریکا کې لومړی ځل د کانګرس یو غړی له کورونا مړ شو

د امریکا په کانګرس کې د تګزاس جمهوریپال غړی ران رایټ- چې له درې اونیو را هیسې په کورونا اخته و- د یکشنبې په ورځ په ډالاس روغتون کې مړ شو.

۶۷ کلن ران رایټ- چې له کلونو راهیسې یې له سرطان سره مبارزه کړې وه- پر ۲۰۱۸ کال له تګزاس د امریکا کانګرس کې د استازو جرګې غړی شو.

د نوموړي دفتر د دوشنبې په ورځ( د فرورۍ ۸) د دې خبر خپرولو سره وویل، په داسې حال ښاغلي رایټ په ارامه سا وباسله چې مېرمن یې هم ور سره وه.

ښاغلی رایټ او مېرمن یې دواړه د تګزاس ایالت د ډالاس ښار بیلور روغتون کې بستر وو.

ران رایټ اول ځل د جنورۍ پر ۲۱ په کورونا د اخته کېدو خبره ډاګیزه کړه او ویې ویل، کمې نښې یې لري او له کور به کار کوي.

نوموړی د امریکا د کانګرس لومړنی غړی دی چې له کورونا مړ کېږي.

تېر یو کال کې د امریکا څو سناتوران او د استازو جرګې غړي د کورونا له امله په کور شوي یا روغتون کې بستر شوي، خو ټول بېرته رغېدلي دي.

تېر ډسمبر ۴۱ کلن لوک لیتلو- چې د نومبر ټاکنو کې یې فلوریډا کې رایې ګټلې وې- کانګرس کې د استازو جرګې د غړي په توګه له لوړې مخکې د کورونا له امله مړ شو.

امریکا کې له کورونا تر څلور لکو ۶۳ زرو ډېر کسان مړه شوي او تر ۲۷ میلیونو په دې وېروس اخته شوي چې نړۍ کې تر ټولو لوی شمېر دی.

دغه هېواد تېره جنورۍ له کورونا د ۹۵ زره کسانو مړینه ریکارډ کړه او دا یې د کال خورا بده میاشت وبلله.

په دا مهال امریکا کې د واکسین چټکتیا سره تېرو دوو اونیو کې په ډېرو ایالتونو کې په کورونا د اخته کېدو، بستري کېدو او مرګ شمېر کم شوی دی.

تراوسه ۳۱ میلیونه امریکایانو دوه ځلې د کورونا واکیسین کړی دی او ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې ډېر ژر به د کورونا واکسین ورځنی شمېر یو میلیون او پنځو لکو کسانو ته ورسوي.

نوموړی وايي، سپینه ماڼۍ کې د سلمې ورځې پورې به یې نږدې سل میلیونه امریکایان واکسین شي.