تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا کانګرس شاوخوا سیمه د "بهرني ګواښ" له کبله وتړل شوه
په داسې حال کې چې دوې ورځې وروسته د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن لوړه کوي، د دغه هېواد کانګرس ودانۍ 'کاپیټول ' کې د امنیتي ګواښ له کبله غیر عادي امنیتي احضارات پلي شوي دي.
پر دغه ودانۍ د جنورۍ پر شپږمه نېټه د ولسمشر ټرمپ پلویان وروختل او په هغه پېښه کې شپږ کسان وژل شوي وو.
د پېښې په ځای کې خبریالان وايي، د بېړنیز حالت اعلان بیا بیا تکرایرږي او د جوبایډن د لوړې مراسمو یو لړ تمرینات لغو شوي دي. د ودانۍ په شاوخوا کې کلک امنیتي تدبیرونه شوي او د ملي ګارد زرګونه سرتېري ځای پر ځای شوي دي.
عیني شاهدانو په سیمه کې لوګي لیدلي او د واشنګټن اور وژنې اداره وايي، هلته نژدې یې د یوه اور وژنې ته کسان لېږلي او اوس دا اور وژل شوی دی.
د ودانۍ کارکوونکو ته په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې هېڅوک نه خو ودانۍ ته د ننوتو اجازه لري او نه هم ترې بهر ته تلای شي. د چارشنبې پر ورځ د جوبایډن لوړې له مراسمو مخکې د تاوتریخجنو احتمالي مظاهرو له وېرې د امریکا پنځوسو ایالتونو او کولبمیا ډسټرکټ (ډي سي) د تیارسئ په حالت کې دي.
څارګرې ادارې ایف بي ای د ایالتي پارلمانونو ودانیو په شاوخوا کې د ټرمپ د وسله والو پلویانو احتمالي مظاهرو خبرداری ورکړی دی.
کانګرس غړي اوسمهال رخصت دي او د جوبایډن د لوړې مراسمو له تر سره کېدو مخکې غونډه نه کوي.