فیسبوک او ټوېټر د ولسمشر ټرمپ حساب بلاک کړ

فیسبوک او ټوېټر له هغه وروسته د امریکا د ولسمشر ټرمپ حساب وځنډاوه چې کانګرس ته په زور ننوتونکي مظاهره چیان یې وستایل.

نوموړي خپل پیغام کې- مخکې له دې چې مظاهره چیانو ته کور ته د ستنېدو خبره وکړي- لیکلي: له تاسو سره مینه لرم.

هغه دغه پیغام کې بیا هم ټاکنو کې د درغلۍ خبره کړې ده.

ټوېټر وايي، د دوی د مدني یووالي پالیسۍ نه د څو سرغړونو له امله یې د ولسمشر ټرمپ درې ټوېټونه لرې کړي دي.

دا کمپنۍ وايي، د ولسمشر حساب به تر هغه بلاک یا ځنډېدلی وي چې دا ټوېټونه یې پاک کړي نه وي.

په دا مهال فیسبوک هم د ټرمپ حساب تر ۲۴ ګړیو ځنډولی دی.

فیسبوک وايي، موږ د انډول له امله لرې کړ ځکه باور لرو چې دا روان تاوتریخوالي خطر په کمولو کې مرسته کوي.

یوټیوب هم د نوموړي ویډيو لرې کړې ده.

کانګرس ته د ټرمپ د پلویانو په زور ننوتل

د امریکا کانګرس کې د ټاکلي ولسمشر جو بایډن د بري د رسمي اعلان لپاره د غونډې پر مهال د اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ پلویان په زور ننوتل چې په ترڅ کې یې څلور کسان مړه شوي دي او څورلس پولیس هم ټپیان شوي دي.

د واشنګټن ښارواله وايي، وژل شویو کې دوه مېرمنې او دوه نارینه دي.

لومړیو کې د یوې مېرمنې د ټپي کېدو خبره کېده، خو دا مېرمن روغتون کې مړه شوې ده.

د واشنګټن ښارواله موریل بوزر وايي، دا مېرمن د هغو کسانو له ډلې وه چې په زور د استازو جرګې ته ننوتله او هغه هم په داسې مهال چې دې جرګه کې غونډه روانه وه:

په دغه مهال شخصي لباس کې امنیتي کسانو دا ښځه په نښه او ډزې یې پرې وکړې.

نوموړې زیاتوي چې یوه بله بوډۍ ښځه او دوه بوډاګان هم د کانګرس انګړ یا ودانۍ کې مړه شوي.

ویل کېږي چې درې واړه د بېړنیو حالاتو له امله مړه شوي او د مرګ په هکله یې نور څه نه دي زیات شوي.

رپوټونه وايي پولیسو واشنګټن ډي سي کې ۵۲ کسان نیولي چې پر ۴۷ تنو یې پر ګرځېدو له لګېدلي بندیز د سرغړونې تور پورې شوی دی.

ښارواله دا هم وايي چې دې پېښو کې څورلس پولیس ټپیان شوي چې د دوو حالت سخت دی او روغتون ته لېږدول شوي دي.

وروستي رپوټونه وايي، کانګرس خپله غونډه بېرته پیل کړې ده.

د کانګرس غړو د غونډې بیا پیلولو سره دا بلوا وغندله او دغه هېواد کې یې د ولسواک نظام او ولسواکۍ لپاره ګواښ وباله.

په دوی کې ډېری غړو ویل، سنا او استازو جرګه د ټاکنو پایلې په هکله واک نه لري یوازې د خلکو د رایو په رسمي ثبتولو کې د منشي رول لري.

ټاکلي ولسمشر جو بایډن هم د ولسمشر ټرمپ د ملاتړو دا چپاو د اعتراض په ځای بلوا بللې ده.

د ټرمپ ادارې د ځينې جګپوړو چارواکو د استعفا رپوټونه

د امریکا د سي اېن اېن او بلومبرګ په ګډون ځینې رسنۍ وايي، د ډونلډ ټرمپ د کابینې ځینې لوړپوړي چارواکي د استعفا نیت لري.

په دوی کې د ملي امنیت مرستیال سلاکار مېټ پوټینګر دی چې استعفا کوي.

بلومبرګ ښاغلي پوټېنګر ته د نږدې سرچینو له خولې وایي، هغه پر کپېټل هېل د برید او د ټرمپ له خوا د مظاهره چیانو پارولو له امله استعفا کړې ده.

دا خبر له هغه وروسته دی چې وویل شول پر کانګرس له چپاو وروسته د سپینې ماڼۍ مخکښو چارواکو استعفا کړې ده.

په دوی کې د رسنیو سلاکاره سارا متیو او لومړۍ مېرمنې د کارمنانو مشر سټیپانیا ګریشم او د سپینې ماڼۍ د ټولنیزو اړیکو مشر رېک نېکېټ دی.

سي اېن اېن وايي، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین هم د استعفا نیت لري.

د امریکا د پخوانیو او بهرنیو مشرانو غبرګون

د امریکا پخواني ډيموکراټ ولسمشر بارک اوباما ویلي، نننی برید د هېواد لپاره د شرم شېبه ده چې تاریخ کې به ثبت شي:

"داسې برید چې سپینه ماڼۍ کې د یوه داسې واکمن ولسمشر په پارولو پیل شو چې د قانوني ټاکنو د پایلو په هکله درواغ ویلو ته دوام ور کوي. "

بل پخواني ولسمشر بېل کلېنټن هم دا پېښه برید بللی او د ده په خبره: "دا پېښه له څلورو د ډېرو کلونو لپاره د سیاست زهري کولو، د ناسمو اطلاعاتو قصدي خپرولو، د بې باوري تخم کرلو... او له یو بل سره د امریکايي ولس د دوښمنولو محصول دی. "

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي د امریکا خلکو "دې برید سره ولسواکۍ سخت ټکان وخوړ. "

د ارجنټاین ویلسمشر البرټو فرنانډز د جو بایډن ملاتړ وکړ او "سخت تاوتریخوالی" یې وغانده.

د کلمبیا ولسمشر هم دا تاوتریخوالی غندلی او د کانګرس د غړو ملاتړ یې کړی.

د شیلي ولسمشر سباستین پاینر هم "د ولسواک بهیر د بدلولو لپاره هڅې" وغندلې.

د بریتانیا، فرانسې او ناټو مشرانو هم دا پېښه غندلې ده.

بلوا څنګه پیل شوه؟

د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې د ولسمشر ټرمپ پارېدلي پلویان د څو ساعتونو له احتجاج وروسته د کانګرس ودانۍ ته هغه مهال ننوتل چې د ټاکلي ولسمشر جو بایډن د بري د تایید لپاره غونډه روانه وه.

پولیسو د دې بلواګرو د تیت پرکولو لپاره اوښلن ګاز وکاراوه.

وروستي رپوټونه وایي چې د امریکا "ملي کارډ" ځواک واشنګټن ته رسېدلی او اوس وضعیت کنترول دی.

پولیسو تائید کړې چې د کانګرس ودانۍ دننه ډزې هم شوې دي او لږ تر لږه یوه مېرمن مړه شوې او د پولیسو ځینې افسران هم ټپیان شوي.

چارواکو د وضعیت کنترولولو لپاره په ټول واشنګټن ایالت کې ګرځبندیز اعلان کړی، چې د پنجشنبې سهار تر شپږ بجو به دوام کوي. ‌

ډونلډ ټرمپ څه وايي؟‌

په انځورونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې قهرېدلي احتجاج کوونکي د کانګرس ودانۍ کې شعارونه ورکوي او پولیس د سنا مجلس غړي خوندي ځایونو ته لېږدوي.‌

له دې تاوتریخوالي څو ساعته وړاندې ولسمشر ډونلډ ټرمپ واشنګټن کې خپلو پلویانو ته وینا کې یو ځل بیا ټینګار کړی و چې تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې خپله ماتې نه مني.‌

د ولسمشر ټرمپ له دې څرګندونو لږ وروسته د نوموړي پلویانو د کانګرس ودانۍ مخې ته احتجاج پیل کړ او څو ساعته وروسته وتوانېدل چې له امنیتي دېوالونو او د پولیسو له کلابندۍ تېر شي او ودانۍ ته ننوځي.

د وضعیت له خرابېدو سره سم نوي‌ ټاکل شوي‌ ولسمشر جو بایډن یوه ویډیویي پیغام کې دا پېښه وغندله او احتجاج کوونکي یې "د بلواګرو یوه کوچنۍ ډله" وبلله.‌

ښاغلي بایډن پر ولسمشر ټرمپ غږ وکړ چې سملاسي پر ملي تلویزیون راڅرګند شي او خپلو پلویانو ته دې ووایي چې له تاوتریخوالي لاس پر سر او خپلو کورونو ته لاړ شي.

‌د جو بایډن له دې وینا شېبه وروسته ولسمشر ټرمپ همداسې وکړل. نوموړي په یوه لنډ ویډیو کلپ کې پر احتجاج کوونکو غږ وکړ چې ارام او کورونو ته لاړ شي.‌

نوموړی په دې ویډیو کلپ کې وایي: "ستاسې په درد پوهېږم. خبر یم چې دردېدلي یاست. خو باید کورونو ته لاړ شئ.‌ باید امن ولرو. نه غواړو چې څوک ژوبل شي".

له واشنګټن پرته د امریکا له ځینو نورو ښارونو هم د دولتي ودانیو مخې ته د احتجاجونو رپوټونه ترلاسه شوي، خو تر اوسه یې په اړه ډېر جزئیات نشته.