کورونا پر کریسمیس څه اغېز کړی؟

نړۍ کې عیسویان د خپلې عقیدې خورا سپېڅلې ورځې یا کریسمیس لري. خو سږ کال دا مذهبي مراسم په کلیساوو کې ډېر کم دي. کورونا وبا او د هوا ذرو له لارې د دې وېروس لېږد سږني مراسم اغېزمن کړي دي. کاتولیک او پروټسټ عیسویان د ډسمبر ۲۵ کریسمیس جشن جوړوي. د عیسویانو بله ډله د جنورۍ ۷ مسیحي میلاد بولي او جشن جوړوي.