جو بایډن: اوس د پاڼې بدلولو وخت دی

Joe Biden

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، جو بایډن د امریکا ۴۶ ولسمشر کېږي.

وروسته له هغه چې د امریکا ټاکنیز کالج جو بایډن د تېر نومبر میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ نوموړي ویل "اوس د پاڼې بدلولو وخت دی. "

د بري له اعلان وروسته ښاغلي بایډن په یوه وینا کې وویل د امریکا دیموکراسي "ټېل وهل شوه، وازمایل شوه او وګواښل شوه خو ولسواکي وښودله چې ریښتنې او پیاوړې ده. "

ښاغلي بایډن د ولسمشر ټرمپ هڅې چې د ټاکنو پایلو د بدلولو په خاطر یې وکړې وغندلې.

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ښاغلي بایډن ته د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بري مبارکي ویلې ده.

ډېرو نورو نړیوالو مشرانو د نومبر د دریمې له ټاکنو څو ورځې وروسته ښاغلي بایډن ته د بري مبارکي ویلې وه خو مسکو وايي دوی انتظار کاوه چې د ټاکنو رسمي پایلې اعلان شي.

د امریکا د ټاکنیز کالج د ۵۰ ایالتونو استازو په یوه غونډه کې د تېر نومبر د دریمې په ولسمشرۍ ټاکنو کې ډیموکراټ جو بایډن بریالی اعلان کړ.

د ټاکنیز کالج د پایلو له مخې، جو بایډن ۳۰۶ رایې ګټلې، خو د ولسمشر کېدو لپاره یې ۲۷۰ رایو ته اړتیا وه.

په مقابل کې ولسمشر ټرمپ ۲۳۲ رایې خپلې کړې دي.

له ټاکنو نږدې شپږ اونۍ وروسته روسیې جو بایډن ته مبارکي ورکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له ټاکنو نږدې شپږ اونۍ وروسته روسیې جو بایډن ته مبارکي ورکړه.

که څه هم دا اعلان تشریفاتي بڼه لري، خو د امریکا د اساسي قانون له مخې د ټاکنیز کالج د ۵۳۸ استازو دا غونډه په ایالتونو کې اعلان شوې پایلې رسمي کوي.

د امریکا هرو ولسمشرۍ ټاکنو پسې د دسمبر له دویمې چارشنبې وروسته په لومړۍ دوشنبه د ټاکنیز کالج غونډه جوړېږي.

د دې پایلو له اعلان وروسته جو بایډن تلوېزوني وینا کې دا هم وویل، چې د خلکو غوښتنه برلاسې او ولسواکي جاري شوه:

"ما او کماله هرېس ۳۰۶ رایې وګتلې، دا هغه شمېر دی چې ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې ګټلې او پرېکند بری یې باله. زه هم د نوموړي د همغو خبرو له مخې سږنیو ټاکنو کې پرېکند بری ګټم."

د نوموړي په خبره، تر ۸۱ میلیون ډېرې رایې یې ګتلې چې دا د امریکا تاریخ کې خورا لوی شمېر دی:

"د رایو ګټلو کې له سیال سره تر ۷ میلیون رایو ډېر توپیر لرم. دا هرڅه د امریکا د ولسواک نظام کارندوالی ښيي."

نوموړي د خپلې ډلې او خلکو مننه وکړه او هم یې له امریکایانو وغوښتل چې د ټاکنیزو منډو ترړو حالت پرېږدي او د راتلونکي لپاره سره یو موټی شي.

اوس به څه کېږي؟

د ټاکنو همغږۍ کمیسیون سږنۍ ټاکنې تر ټولو رڼې بللې دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ټاکنو همغږۍ کمیسیون سږنۍ ټاکنې تر ټولو رڼې بللې دي.

د ټاکنیز کالج پایلې واشنګټن ډي سي ته استول کېږي او مرستیال ولسمشر مایک پېنس په مشرۍ یې د جنورۍ پر شپږمه د کانګرس دواړه جرګې شمېري.

دې سره به جو بایډن ته لار جوړه شي چې د جنورۍ پر ۲۰ د ولسمشرۍ لوړه وکړي.

تېره میاشت ولسمشر ټرمپ وویل، که ټاکنیز کالج جو بایډن ګټونکی اعلان کړي، نو دی به د ولسمشرۍ دفتر پرېږدي.

که څه هم ټاکنو کې یې د درغلۍ بې سنده ادعاوې کړې، خو داسې نښې هم شته چې ترې تېر شي.

د ټاکنو سیستم

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جو بایډن د ټاکنیز کالج ۳۰۶ رایې ګټلې دي.

امریکایان په حقیقت کې په ټاکنیز کالج کې خپلو ایالتي استازو ته رایې ورکوي او وروسته دا کسان د پرونۍ غونډې په څېر د ولسمشرۍ د یوه نوماند صندوق ته رایه ورکوي.

دا مهال د امریکا ټاکنیز کالج ۵۳۸ استازي لري؛ ۴۳۵ د ولسي جرګې غړي، سل د مشرانو جرګې غړي او درې هم د واشنګټن ډي سي استازي.

د یوه ایالت د ټاکنیزو رایو شمېر هم د همغه ایالت د وګړو له مخې ټاکل کېږي.

کلیفورنیا چې ۴۰ میلیون وګړي لري، ۵۵ ټاکنیزې رایې لري او وایومینګ چې نږدې نیم میلیون وګړي لري، درې ټاکنیزې رایې لري.