مکسيکو ښار کې د سرونو څلي بله برخه موندل شوې

د عکس سرچینه، Reuters
لرغونپوهانو مکسیکو ښار کې تر ځمکې لاندې د کېندنو پر مهال د اېزټېک مذهب اړوند د انسانانو له کوپړيو يا سرونو د جوړ شوي څلي نورې برخې موندلې دي.
د مکسیکو د لرغونپوهنې او تاریخ ملي انسټېټېوټ ویلي چې د څلي په نوې موندل شوې برخه کې ۱۱۹ سرونه لګول شوي دي.
له سرونو د دغه جوړشوي څلي څرک لومړی ځل په ۲۰۱۵ کال مکسیکو ښار کې د یوې ودانۍ د رغولو پر مهال ولګېد.
باور دا دی چې د سرونو دغه څلی به د اېزټېک تمدن د لمر د خدای د معبد برخه وي چې د دې ځای خلکو به د جنګ او انساني قربانۍ خدای باله.
د سرونو دغه څلی چې د 'هېووي زومپانتلي' په نوم پېژندل کېږي، د اېزټېک تمدن د پلازمېنې "تېنوچتیتلان" زړه کې د 'هویتزیلوپوچتلي' معبد څنډه کې ولاړ و.
اېزټیک د 'ناهواتل' ژبو خلکو ډله وه چې له ۱۴ تر ۱۶ پېړۍ پورې د مکسیکو پر پراخو مرکزي سیمو واکمنه وه.
د دوی واکمني په ۱۵۲۱ کال د اسپانوي ټولواک هېرنان کورتز په مشرۍ د یرغلګرو لښکرو لخوا، چې تېنوچتیتلان یې ونیو، رانسکوره شوه.
ویل کېږي کله چې اسپانوۍ لښکرې دغه ښار ته ننوتې نو د 'هېووي زومپانتلي' په لیدلو یې د جنګیالیو زړونه له ویرې ورېږدېدل.
دغه ښار اوس د مکسیکو ښار په نامه پېژندل کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
دلته د ټېمپلو میېر پر ځای یو ستر معبد جوړ شو، خو ځینې اثار یې اوس هم پاتې دي.
د مکسیکو د فرهنګ وزیر الیهندرا فراسټو وايي: "ټېپلو میېر اوس هم موږ ته د حیرانتیا وړ ځای دی او هېووي زومپانتلي (سرونو څلی) له شک پرته په وروستیو کلونو کې زموږ د هېواد له خورا مهمو لرغونو موندنو دی".
لرغونپوهانو د دغه څلي درې رغنیز پړاونه پېژندلي چې له ۱۴۸۶ څخه تر ۱۵۰۲ کلونو ته ورګرځي.
د سرونو دغه څلي پیل کې لرغونپوهان هېښ کړي وو - دوی ګومان کاوه چې دا به د زلمیو جنګیالیو کوپړۍ وي.
خو وروسته مالومه شوه چې د اېزټېک تمدن د مهال دغه څلي کې د ښځو او ماشومانو سرونه هم لګیدلي چې دغه کار د دې واکمنۍ پر مهال د انساني قربانۍ په اړه ګڼې پوښتنې راولاړې کړې.
لرغونپوه راول بارېرا وايي "په دې اړه څه نه شو ویلی چې په دوی کې څومره جنګیالي دي، ښايي ځینې کسان یې د قربانۍ د مراسمو لپاره اسیر نیولي وي".
"په دې پوهېږو چې دوی ټول قرباني شوي، خدایانو ته د ډالیو په ډول وړاندې شوي او یا په دې توګه د دغو خدایانو د منعکسولو هڅه شوې".









